تازه خبرونه

د میدان وردګو یو شمېر مدني فعالان والي په بې کفایتۍ تورنوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د میدان وردګو یو شمېر مدني فعالانو په کابل کېد دغه ولایت کې پر امنیتي ګواښونو، اداري فساد او د روغتیایي او ښوونیزوآسانتیاوو خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

دوی والي او نور سیمه ییز چارواکي په کم کاري تورنوي او وایي، خلک خپلو ستونزو ته د لاسرسي لپاره وسلوالو مخالفینو ته ورځي او د خپلو ستونزو حل  ترې غواړي.

په کابل کې د میدان وردګو مدني فعال اباسین بریال وایي، مونږ پخپل ولایت کې داسې رییسان او وکیلان لرو، چې مافیایي کړۍ یې جوړې کړي دي. په دې سیمه کې طالبان حکومتي پوستو ته نږدې لیدل کیږي؛ خو مخنیوی یې نه کیږي. مونږ پوښتنه کوو، چې ولې خلک مو دښمنان دي؟

مدني فعال نصرت الله رحیمي وایي، په دې ولایت کې ټول عدلي او قضایي کارونه د مخالفینو لخوا تر سره کیږي. مونږ داسې یوه بېلګه نه لرو ، چې د ولایت په عدلي او قضایي ارګانونو کې دې د خلکو یوه قضیه هم  حل شوې وي.

 مدني فعاله حمیده وردګ ټینګار کوي، چې په میدان وردګو کې ښځې له ډول ډول تاوتریخوالي سره مخ دي او په روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېنځه دیرش قضیې ثبت شوي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره عملي کار نه دی شوی.

د والي ویاند عبدالرحمان منګل دغه تورونه ردوي او وایي،  له هغې ورځې ، چې والي صاحب دې ولایت ته راغلی؛ په بېلابېلو برخو کې ۳۴۵ پروژې پلې شوي او دا ولایت له نسبي امنه هم برخمن شوی دی. یوازې دوه ولسوالۍ له امنیتي ګواښ سره مخ شوې، چې په روان ژمي کې به یې امنیت ډاډمن شي.

د میدان وردګو مدني فعالان خبرداری ورکوي،چې که یې غوښتنو ته پام ونه شي، پراخ اعتراضونه به وکړي.

Trending

Exit mobile version