تازه خبرونه
د میدان وردګ د بهسود د دوه یمې حصې ولسوالي د علی پور وسلوالو نیولې – سرچینې
امنیتي سرچینو ویلي، چې د میدان وردګ د بهسود د دوه یمې حصې ولسوالي د علی پور وسلوالو له حکومتي ځانګړیو پولیسو نیولې او امنیتي ځواکونه ترې وتلي دي.
د علي پور ځینو وسلوالو د آریانا نیوز خبریال سمیع جهش ته په بهسود کې ویلي، چې څو پورې د دولتي ځواکونو لخوا د ملکي وګړیو د وژل کېدو په اړه د څېړنو ځواب ورنکړ شو؛ نو، ځکه یې پر ولسوالۍ راودانګل.
د علي پور جنګیالیو په ډاګه کړې: څلور ورځې مخکې د میدان وردګ ولایت د بهسود په ولسوالۍ کې له دوه سوه ډېر خلک ټول شول؛ دوی ویل، چې ولې د پولیسو ځانګړي قطعات دلته حضور لري او له یوې شخړې وروسته له امنیتي ځواکونو سره ونښتل.
په دې نښته کې دولس اعتراض کوونکي وژل شوي او د بهسود د لومړۍ حصې د ولسولۍ د نوي امنیه قومندان په ګډون دوه پولیس او ۲۵ د سیمې خلک ټپیان شوي دي.
د بهسود د لومړۍ حصې د ولسوالۍ په اعتراضونو کې د یوه وژل شوي پلار محمد نبي وایي: خلک یې عام قتل کړل؛ نه یې بشري حققونو ته پام وکړ او نه هم اسلامي. ان یو کس یې ۴۰ مرمۍ ویشتی.
د دېذ ولسوالۍ د وژل شوي کس پلار جمعه ویلي؛ حکومتي ځواکونو ټول وویشتل او له ۱۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د علي پور د وسلوالو او امنیتي ځواکونو په څلور ورځنۍ نښته کې د ولسوالۍ ودانۍ، جومات او د ولسوالۍ نورې برخې ورانې او ویجاړې شوي او د ولسوالۍ تاسیساتو ته یې ډېر زیان رسولی دی.
د ولسوالۍ په څو سوه متري کې د علي پور په مشرۍ ټوپکوال ګوته پر ماشه دي او وایي: د انتقام اخیستو ته چمتو یو.
دوی وایي، چې له څلور خواوو یې د بهسود لومړۍ حصې ولسوالۍ ودانۍ، چې په کې د میدان وردګ امنیه قومندان او ځانګړي پولیس حضور لري، کلابند کړې او د علي پور قومندې ته په تمه دي، چې د جګړې امر وکړي.
د علي پور وسلوال رمضان ویلي: مونږ درندې او سپکې وسلې لرو او دا مو د سیمې د خلکو پر پیسو، چې راټولې کړي مو دي له حکومته مو پېرودلي دي.
د علي پور بل وسلوال قربان علي نومی وایي: ما ځکه توپک را پورته کړ، چې زوی او وراره مې ټپیان شوي او بدل یې اخلم.
له څلور ورځنیو نښتو وروسته له کابله یو پلاوی دې سیمې ته ورغلی؛ پلاوي لومړی له ځانګړیو پولیسو او د میدان وردګ له امنیه قومندان او بیا د قرباني شویو او ټپیانو له کورنیو سره کتلي او څېړنې یې پیل کړي دي.
جنرال مراد علي مراد، د ولسي جرګې غړی مهدي راسخ او د ولایتي شورا یو غړی د قربانیانو استازیتوب کوي.
په ولسوالۍ کې د پلاوي له حضور سره – سره د سې شنبې پر ماښام امنیتي ځواکونه د میدان وردګ د بهسود د دوه یمې حصې له ولسوالۍ ووتل او د علي پور وسلوال ولسوالۍ ته ننوتل.
د بهسود د لومړۍ حصې ولسوالۍ د پېښې د څېړونکي پلاوي مشر عباد الله عباد وایي: لومړي مو له امنیتي ځواکونو سره ناسته درلوده او معلومات مو ترې راټول کړل او با د دغې ولسوالۍ له خلکو سره وغږېدو. اوس هم خبرې روانې دی او پایله به یې د افغانستان خلکو ته وړاندې کړو.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مرستیال ایوب سالنګي ویلي: د پېښې عاملان، چې هر څوک وي د قانون منګولو ته به راکښل شي او په دې اړه به عدالت خوندي شي.
د میدان وردګ امنیه قومندان مني، چې پوځيان د بهسود د دوه یمې حصې له ولسوالۍ وتلي؛ خو هغه د شمشېر قومندان یا علی پور د وسلوالو لخوا د بهسود په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې د ځانګړیو پولیسو کلابنده کېدو خبر رد کړی دی.
د میدان وردګ امنیه قومندان الله داد فدایي وایي: بلې مونږ غوښتل په سوله ییزه توګه له علی پور څخه هغه رنجر او هاموی تانګ، چې څه وخت مخکې یې له حکومتي ځواکونو نیولي وه؛ بېرته واخلو.
د میدان وردګ د بهسود د دوه یمې حصې له ولسوالۍ څخه د ځواکونو له وتو سره – سره بیا هم له کابله سیمې ته لېږل شوی پلاوی په دې ولسوالۍ کې دی؛ خو هیڅ غوټه نده پرانیستل شوې او بهسود اوس هم د دولتي ځواکونو او د علي پور د وسوالو تر منځ د احتمالي نښتو سیمه ګڼل کیږي.
