تازه خبرونه

د میدان وردګ د جلریز ولسوالۍ مرکز هم طالبانو نیولی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۱, ۱۴۰۰)

 د میدان وردګ د ولایتي شورا مرستیال ویلي، چې وسلوالو طالبانو د جلریز ولسوالۍ امنیتي پوستې نیولي؛ د ولسوالۍ ودانۍ او روغتیایي مرکز یې سوځولي دي.

د میدان وردګ د ولایتي شورا مرستیال محمد سردار بختیاري وایي؛ د جلریز ولسوالي د طالبانو ترکنترول لاندې راغلې ده.

د ولسي جرګې غړي مهدي راسخ هم منلې، چې نن سهار د دې ولایت جلریز ولسوالي د طالبانو ونیوله او له  ۶۹ ډېر امنیتي ځواکونه له پوځي تجهیزاتو، وسایطو، وسلو او مهماتو سره د طالبانو تر څارنې لاندې راغلي دي.

هغه زیاته کړې؛ جلریز له دوه کلونو څخه په ډېره موده کې محاصره وه؛ خو په تېرو درې شپو او ورځو کې له امنیتي بنسټونو د مرستې غوښتنه شوې، چې هیچا( نه کورنیو چارو او نه دفاع وزارتونو او نه د ملي امنیت عمومي ریاست) ورته پاملرنه ونکړه؛ مهمات او اعاشه ورونرسېده، چې د ولسوالۍ د سقوط علت مرکزي حکومت دی.  

طالبانو منلې، چې نن سهار د جلریز ولسوالۍ پر نیولو بریالي شوي دي

دفاع وزارت پدې اړه څه نه وایي؛ خو څرګندوي، چې په دې ولسوالۍ کې د امنیستي ځواکونو پر هوایي برید لس طالبان وژل شوي او ډېر ژر به دا ولسوالي له وسلوالو طالبانو پاکه شي.

دغه راز امنیتي چارواکو منلې، چې له تېرې یوې شپې او ورځ راپدیخوا په ۱۶ ولایتونو کې سختې نښتې شوي؛ له لس ډېر پوځیان او ملکیان وژل شوي او نږدې شل نور ټپیان دي.

د ملي دفاع وزارت د څرګندونو له مخې، په دې نښتو کې له سل ډېر طالبان هم وژل شوي دي.

د کابل – کندهار پر لویه لار هم نښتې شوي دي.

د غزني اوسېدونکی عصمت الله ځلاند، چې تازه کابل ته راغلی وایي، جګړه د ښار په څنډو کې روانه ده، او د کابل – کندهار د لارې په ډېرو برخو کې جګړې روانې دي.

په زابل  او کندوز کې هک په تېره یوه شپه او ورځ کې له نښتو پولیسو ته ځاني زیانونه اوښتې دي.

په زابل کې شپږ پولیس او په کندوز کې یو کس وژل شوي.

په بغلان کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او په غور کې د یوې کورنۍ څلور غړي ماین چاودنې وژلي دي.

د فاریاب امنیه قومندان غیب الله سادات وایي، چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یو سل و اووه څلویښت طالبان وژل شوي؛ خو طالبان پدې اړه څه نه وایي.

تېره ورځ طالبانو د لغمان دولتشاه ولسوالۍ مرکز هم طالبانو نیولې؛ خو دفاع وزارت دا یو تکتیکي پرشاتګ ګنلی دی.

دا په داسې حال کې ده ، چې د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې وروستو ناامنیو له درې میلیون ډېر ماشومان د ګوزڼ له واکسین بې برخې کړي دي.

Trending

Exit mobile version