تازه خبرونه
د میدان وردگ ولايت د فوايد عامې رييس د بډو اخيستو په تور نيول شوى
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د میدان وردگو د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي رسنیو ته ويلي، چې سید یونس نجفي زاده تېره ورځ له غرمې وروسته نیول شوی دی.
هغه زیاته کړه، له دوی سره د نوموړي د نیول کیدو په موخه هېڅ همغږي نه ده شوېگ خو معلومات یې ترلاسه کړي، چې دغه منسوبین د کورنیو چارو وزارت د درندو جرمونو د څانگې کارکوونکي وه.
د يادونې ده، چې د میدان وردگو د فوايد عامې ريیس پخوانی نظامي جنرال و او له تېرو دوه کلونو راهیسې یې په د دغه ولایت په ملکي برخه کې دنده ترسره کوله.
د ياد ولايت د فوايد عامې رياست یوې سرچینې، ویلي، چې د دغې ادارې یوه کارکوونکي د فوايد عامې د ريیس په نیول کېدو کې مرسته کړې.