لوبی

د میوند چمپینز د لومړي پړاو توپ‌وهنه د لوبې پر دوه‌یمه ورځ هم د هندوکش سترایکرز پر وړاندې روانه ده

Published

on

د احمدشاه ابدالي فرست کلاس سیالیو د پای لوبې پر دوه‌یمه ورځ میوند چمپینز لوبډلې خپله لومړۍ توپوهنه پر ۱۳ منډو او له کومې ویکتې پرته پیل کړه. د دغې لوبې په لومړۍ ورځ هندوکش سترایکرز لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو پر له لاسه ورکولو سره ۳۳۴ منډې جوړې کړې.

په لومړۍ ورځ د هندوکش لپاره افتاب عالم په ۵۶ توپونو ۸۳ منډې وکړې. دغه راز درویش رسولي ۸۰ او شبیر نوري ۶۵ منډې ورزیاتې کړې. نوید ځدراڼ هم ۳۳ منډې وکړې.

د میوند چمپینز په توپ‌اچونه کې مجیب ځدراڼ درې او محمد ابراهیم او اعجاز احمد احمدزي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د هېواد په کچه د کرکت مینه‌وال کولی شي، چې د آریانا تلویزیون څخه پر مننه هره ورځ فاینل لوبه پر ژوندۍ بڼه وګوري.

ژوندۍ خپرونه د دوشنبې پر ورځ (د سپتمبر ۱۸) د سهار له ۹ بجو پیل شوې او تر جمعې (سپتمبر ۲۲) پورې به روانه وي.

Trending

Exit mobile version