تازه خبرونه

د (میک) موندنو په دولتي ادارو کې د فساد پر شتوالي ټینګار کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ادارې فساد په وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزني د ګډې کمیتې(میک) موندنې ښیي، چې اوس هم په دولتي ادارو کې ګمارني د خپلویو د پالني له مخې تر سره کیږي.

میک یا د ادارې فساد په وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډه خپلواکه کمیته له ډېر وخت راپدیخوا دولتي ادارې څاري او تازه موندنې یې ښيي، چې په ځینو دولتي ادارو کې د افرادو ګمارنې د خپلویو او اړیکو له مخې تر سره کیږي.

د دي بنسټ د موندنو له مخې؛ په دولتي ادارو کې پالیسۍ او ټیټې وړتیاوې د فساد رامنځته کیدو سبب شوي دي.

د دې بنسټ د موندنو له مخې؛ په ځینو وزارتونو کې تګلارې او ټیټې وړتیاوې د فساد رامنځته کیدوسبب شوي.

د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې خپلواکې کمیتي(میک) د دارالانشا رییس میوند روحاني څرګنده کړې، چې د دولتي بنسټونو د څېړنې په بهیر کې د ځینو دولتي چارواکو له خنډونو سره مخ کیږي او هم د فساد ضد بهیر د اجرایي کیدو په برخه کې د سپارښتنو پرمهال هم له دې ستونزو سره مخ وې.

 د دې کمیتې په وینا؛ تراوسه یې له فساد سره د مبارزې په برخه کې له زر ډېرې سپارښتني کړي؛ خو درې سوه یي هم پلې شوې ندي.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې خپله یوسل و شپېته میلیون دالر مرسته د فساد او د ملي وحدت حکومت د ناوړه مالي مدیریت له کبله راګرځوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت میک کمیته ناخپلواکه ګنلې وه او ویلي یې وه، چې دا بنسټ کمزوری دی او بودیجه به یي ودریږي.

ښاغلي میوند روحاني  منلې، چې د دولتي ادارو د فساد د څېړنې بهیر یي له ډېرو خنډونو سره مخ دی او ډېرې سپارښتنې یې د فساد د لمنځه وړلو په برخه کې ندي عملي شوي.

د لویې څارنوالۍ ویاند  جمشید رسولي ویلي؛ که څه هم د فساد سلګونه سترې او وړې دوسیې وروستۍ شوي، خو د فساد په وړاندې مبارزه کې دا هڅې بسنه نه کوي او باید حکومت او اړوند بنسټونه په دې اړه ګډ کار وکړي.

ولسمشر غني د خپل پېنځه کلن کار په لومړیو کې له فساد سره جهاد اعلان کړی و او هغه یې خپل لومړیتوب یاد کړی و؛ خو له کابله تر واشنګتنه نیوکې کیږي، چې فساد او ناوړه مالي مدیریت اوس هم په افغان حکومت کې په لوړه کچه شتون لري.

Trending

Exit mobile version