1393ټاكنې

د مېدان وردګو ولایت ولسونه: د نوي ولسمشر د لوړې مراسم باید نور ونه ځنډول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د میدان وردګو ولایت ولسونه د ټاکنو له خپلواک کمیسیون او نړیوالې ټولنې غواړي، چې د ټاکنو پایلې ژر تر ژره  اعلام کړي. دوی وايي د نوي ولسمشر د لوړې مراسم باید نور ونه ځنډول شوي.

د ټاکنو لانجمن بهیر د هرې ورځې په تېرېدو د خلکو په اذهانو ناوړه اغېزه کوي.

د وردګو ولایت ولسونه او پرګنې د دغه ولایت په مرکز مېدان ښار کې راټولې شوې و او د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون او ملګرو ملتونو يې غږ وکړ، چې مصلحتونه یوې خوا ته کړي او باید د ټاکنو پایلې ژر تر ژره اعلان کړي.

د میدان وردګو د شورا رئیس وحیدالله کلیمزی او د دغه ولایت د سرتاسري شورا رئيس محمد اسحق دقیق وايي، د ملي یوالي حکومت په جوړښت کې باید د افغانستان اساسي قانون بابېزه ونه ګڼل شي.

دغه مشران همداراز وایي، د هېواد د سوکالۍ او مدني حرکتونو د پیاوړي کولو لپاره په سختو شرایطو کې د رایو مرکزونو ته ورغلل نو ځکه دوی ټينګار کوي یوازې رايې یې راتلونکی برخلیک ټاکلی شي.

 

Trending

Exit mobile version