تازه خبرونه
د م.م استازې له افغان مشرانو سره د سولې پر بهیر وغږېده
د یوناما د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې ماموریت (یوناما) مشرې ډیبرا لاینز د دوشنبې پر ورځ له ولسمشر اشرف غني او د ملي پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره وکتل او د استانبول پر راتلونکې ناستې یې بحث او خبرې وکړې.
د غونډې په بهیر کې د ملګرو ملتونو استازې پر سیاسي جوړجاړي د تاوتریخوالي د پای ته رسولو پر داسې اړتیا ټینګار وکړ، چې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو د هیلو ځوابویونکې وي.
دغه راز د یوناما د څرګندونو له مخې؛ د یوناما مشرې د ملي پخلاینې عالی شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي او ټینګار شوی، چې روانې شخړې پای ومومي او د افغان مشرانو ترمنځ د ګډ لیدلوري د رامنځته کېدو تر څنګ د استانبول کنفرانس ته هم هلې ځلې چټکې شي.
د عبدالله عبدالله دفتر هم دغه ناسته تائید کړې او وایې، چې دوی د سولې په بهیر کې وروستي پرمختګونه ، د استانبول غونډې لپاره چمتووالی او له لاینز سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې پر طرحې بحث او خبرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ عبدالله عبدالله د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې د ګډې طرحې له وروستي کېدو خبر ورکړی و.
