تازه خبرونه

د م.م امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۶, ۱۴۰۰

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په یوه ټویټ کې ویلي؛ ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چارشنبې پر ورځ د لړم ۲۶) د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته ترسره کړي.

یوناما زیاته کړې، چې په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وشي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز به د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

ملګري ملتونه غواړي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره بشري مرستې برابرې او له اسلامي امارت سره تعامل رامنځته کړي.

د افغانستان اسلامي امارت هم له دې ناستې هرکلی کړی او وایي، چې دغه ناسته به له نړیوالې ټولنې سره د افغان حکومت د ستونزو په کمولو کې اغېزناکه وي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني ویلي، له دې ناستې څخه زمونږ تمه داده، چې د امنیت شورا غړي به له افغانستان سره د متقابل احترام پر بنسټ نړیوالو اړیکو ته لار اواره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د اندېښنو له مخې؛ د افغانستان نیمايي وګړي د خواړو خوندیتوب نلري.

Trending

Exit mobile version