تازه خبرونه
د م.م امنیت شورا د افغان نجونو لپاره د لیسو د بیا پرانستې غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو له اسلامي امارت غوښتي، چې په افغانستان کې د نجونو د لیسو د پرانستلو په اړه پخپلو ژمنو عمل وکړي.
د امنیت شورا غړیو نن په یوه اعلامیه کې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د ښوونځیو پر تړل کېدو د خواشینۍ د څرګندولو تر څنګ له اسلامي امارته وغوښتل، چې د زدکړو د لاسرسي حق ته درناوی وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو زدکړو ته د ټولو نجونو پر لاسرسي ټینګار کړی او له طالبانو ( اسلامي امارته غواړي، چې زدکړو ته د لاسرسي حق ته درناوی وکړي او ژر تر ژره پخپلو ژمنو عمل وکړي.
دا څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې ډیبرا لاینز له راپور وروسته شوې دي.
میرمن ډیبرا لاینز د جمعې پر ورځ په افغانستان کې د نجونو د تعلیم د وضعیت په اړه امنیت شورا ته راپور ورکړ.
دغې شورا له ډیبرا لاینز وغوښتل، چې په افغانستان کې د نجونو د زدکړو په اړه راپور ورکول روان وساتي.
