تازه خبرونه

د م.م امنیت شورا د داعش په وړاندې پر جوړې شوې مسودې بحث کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملگروملتونو دامنیت شورا نن پنجشنبه د داعش په وړاندې پر جوړې شوې مسودې بحث کوي. دغه مسوده د روسیې او امریکا لخوا برابره شوې، چې د ترهگرو مالي تمویل په کې جرم بلل شوی دی.

د روسیې د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې ادارې رییس ویکتور ایوانوف وایي، داعشیان له افغانستان څخه اروپا ته د نشه یي توکو په قاچاق کې لاس لري.

دغه راز باور کیږي، چې د سوریې او عراق له تېلو او گازو هم هر کال داعش شاوخوا څلور سوه میلیون دالر تر لاسه کوي.

دغه مسوده په داسې حال کې تر بحث لاندې نیول کیږي، چې امریکا له روسیې او ملگرو ملتونو وروسته ومنله، چې داعش په افغانستان کې له خپل لومړني حد تېر شوی او اوس د خوندي سیمو د پیدا کولو له پاره له طالبانو سره په ښکاره جنگیږي.

داعش په ننگرهار ولایت کې د خلکو د جلبولو او نورو تبلیغاتو له پاره رادیو فعاله کړې ده.

د ننگرهار اوسیدونکي وايي، چې د خلافت غږ په نوم د داعش د وسلوالې سختدریځې ډلې رادیو د ولایت د مرکز جلال آباد ښار په گډون په ډېرو ولسوالیو کې اورېدل کېږي.

دا ډله په خپلو رادیويي خپرونو کې د حکومت پر ضد تبلیغات کوي او ځوانان هڅوي، چې د اسلامي دولت د وسلوالې ډلې له لیکو سره یوځای شي.

Trending

Exit mobile version