تازه خبرونه

د م.م امنیت شورا د کابل پر ښوونیز مرکز چاودنه وغندله

Published

on

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د شنبې پر ورځ د کابل د ښوونیز مرکز پر زدکوونکیو د ځانمرګي برید غندنه کړې او وحشیانه ترورستي برید یې بولي، چې په کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي دي.

دغه ځانمرګی برید، چې داعش جنګیالیو یې مسوولیت پر غاړه اخیستی په لسګونه نور ټپیان کړي.

د دغه برید ډېري قربانیان هغه زدکوونکي دي، چې د پوهنتوني زدکړو د آزموینې لپاره یې په دې مرکز کې چمتووالی نیوه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تاوتریخوالي د لوړې کچې او په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د ملکي تلفاتو د لوړ شمېر په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د تاوتریخوالي کمولو لپاره یې د دوامداره هڅو پر ارزښت ټینګار کړی دی.

دی ټولنې د عمومي منشي د غوښتنې له مخې پر نړیوال اوربند ټینګار څرګند کړ.

د امنیت شورا غړیو ټینګار کړی، چې ترهګري په خپلو ټولو بڼو او څرګندونو کې د نړیوالې سولې او امنیت لپاره یو ګواښ دی. په عمدي توګه د ماشومانو او ښوونیزو مرکزونو په نښه کول خواشیني کوونکې او کرکه رامنځته کوونکې ده، چې باید وغندل شي.

امنیت شورا ویلي؛ د تروریزم د داسې ناوړه کړنو له ترسره کوونکيو، پلانوونکيو او، تمویلوونکي سره باید محاسبه او عدالت ته راکښل شي.

دوی له ټولو هېوادونو څخه وغوښتل، چې د نړیوال قانون او د امنیت شورا تر اړوند پرېکړه لیکونو لاندې د خپلو مکلفیتونو سره سم دې په دې برخه کې د افغان حکومت او ټولو نورو اړوند چارواکو سره فعاله همکاري وکړي.

دغه راز د امنیت شورا غړیو ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ جنایتونه د بښنې وړ ندي.

Trending

Exit mobile version