تازه خبرونه

د م.م امنیت شورا پر طالبانو د څارډلې ماموریت وغزاوه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۹, ۱۳۹۹)

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه په ډاګه کړې او څرګندوي، چې دوی به د طالبانو د اړوند اشخاصو او بنسټونو پر وړاندې د بندیزونو د څارډلې دنده ۱۲ میاشتې نوره هم وغزوي.

دغه راز د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو او افغان حکومت له هلوځلو هرکلی کړی، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې روانې ساتي.

امنیت شورا دا ټینګار هم کړی، چې دوی باید له ځواکمن ملاتړه برخمن وي او معلوماتو راټولولو ته پوره لاسرسی ولري.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز د امنیت شورا په غونډه کې ټینګار غوښتنه وکړه؛ دوی به په افغانستان کې خپلې هڅې روانې ساتي، چې په ځانګړي توګه سولې او له القاعده سره اړیکو ته د طالبانو ژمنتیا وڅارل شي.

عادله راز په دې اړه زیاته کړې: مونږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو، چې دا ژمنې د طالبانو په کړنو کې وځلیږي او وپوهیږو، چې دا دوی په ترهګریزو بریدونو کې لاس نلري او اوس هم له تروریستي ډلو سره همکاري نکوي.

همدارنګه عادله راز ویلي، چې د افغانستان د امنیتي ادارو او د دوی راپورونه توپیر لري.

هغې زیاته کړې: طالبانو د تاوتریخوالي کچه لوړه ساتلې او له تروریستي ډلو سره اړیکو ته دوام ورکوي. همدارنګه د طالبانو پروړاندې هر ډول انعطاف او نرمښت به له رښتیني پرمختګ او تحمل پرته کار ونکړي او د سولې خبرو ته به زیان رسونکي وي.

عادله راز په ډاګه کړې؛ د سولې په خبرو کې پر پرمختګ سربېره په افغانستان کې امنیتي وضعیت د ملکي وګړیو لپاره د اندېښنې وړ موضوع ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی دا ټینګار هم کړی، چې مخالفې ډلې د ۹۲ سلنې بریدونو او ۹۵ سلنې وسلوالو جګړو مسولیت لري. په داسې حال کې، چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د څرګندونو له مخې؛ د تېرکال پر پرتله سږکال په افغانستان کې تاوتریخوالی ۱۸ سلنه لوړ شوی دی.

هغې په دې اړه ویلي: طالبان په هدفي وژنو، په عامه بېخبنایي ودانیو لکه ښوونځیو، روغتونونو او پلونو کې لاس لري او خلک د ډال په توګه کاروي، چې دا د بشري حقونو له نړیوال قانون سرغړونه ده. دا د منلو وړ ندي او د یو پراخ اوربند لپاره د ملګرو ملتونو او حکومت بېړنۍ غوښتنې پیاوړې کوي.

دا په داسې حال کې ده، تاوتریخوالي په ځانګړي توګه هدفي وژنې خورا ډېرې شوي او د خلکو بېلابېلې  امنیتي اندېښنې یې راپورته کړې دي.

Trending

Exit mobile version