تازه خبرونه

د م.م.ا شورا اته کسیز پلاوي پرحزب اسلامي د لګیدلو بندیزونو د لیرې کولو په اړه د همکارۍ ډاډ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا خبر ورکوي، چې د دې شورا سلاکار د یکشنبې پر ورځ د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تعزیراتو کمیتې له اته کسیز پلاوي سره وکتل.

په خبر پاڼه کې یادون شوې، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمیتې پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ، د افغانستان د اسلامي جمهوریت او حزب اسلامي افغانستان ترمنځ د سولې کامیابو مذاکراتو ته په نغوته کې وویل، چې افغانانو د جرګو او مرکو د لوړ فرهنګ له مخې یو ځل بیا ثابته کړه، چې له ټولو متخاصمو ډلو سره د سولې لپاره خپلمنځي مذاکرات د بریالیتوب اصلي لار ده.

خبر پاڼه په ډاګه کوي، چې افغان دولت به د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمیتې له نوملړ څخه د حزب اسلامي افغانستان د رهبرۍ د ایستلو په اړه، دې کمیتې ته ډېر ژر مفصل غوښتلیک هم ولېږي.

دغه راز له دې کمیتې غوښتنه شوې؛ د طالبانو د هغو مشرانو نومونه دې د بندیزونو په لست کې اضافه او شتمنۍ کنګل کړي، چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د تروریستي او ورانوونکیو اعمالو پر دوام باور لري او د سولې خبرو ته نه حاضرېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمیتې پلاوي، چې مشري یې د دې کمیتې رییس او په ملګرو ملتونو کې د نیوزیلیند دایمي استازي  ګیرید وین بوهمیمین لرله، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او حزب اسلامي افغانستان ترمنځ د سولې د هوکړې د لاسلیک یېدو هرکلی وکړ او د دې هوکړې د پلي کولو لپاره یې له خپله اړخه د پوره همکارۍ او چمتووالي خبر ورکړ.

همدا راز زیاته وي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تعزیراتو کمیته به، د بندیزونو له فهرست څخه د حزب اسلامي افغانستان د رهبرۍ د ایستلو په اړه پوره غور او همکاري وکړي.

د غه کمیټه په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره، د افغان دولت له پالیسۍ ملاتړ کوي او د بندیزونو په لست کې د هغو طالب مشرانو د زیاتولو په اړه، چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې تروریستي کړنو ته دوام ورکوي، غور او همکاري هم وکړي.

دیادونې وړ ده، چې د بندیزونو د لیرې کولو لپاره باید  د م.م د امنیت شورا ۱۵ دایمي غړي پرېکړه وکړي.

Trending

Exit mobile version