تازه خبرونه
د م.م د اقلیم بدلون په کنفرانس کې افغان پلاوي د کړکېچ له نړیوالې ډلې سره وکتل
په دې کتنه کې مطیع الحق ویلي: د اقلیم بدلون یوه نړیواله پدیده ده، چې هیڅ سرحد نه پېژني او د بشر د ژوند ټول اړخونه یې له ګواښ سره مخ کړي دي.
چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیع الحق خالص د کړکېچ له نړیوالې ډلې سره د چاپېریال او اقلیم د بدلون په اړه بحث او خبرې وکړې.
په دې کتنه کې مطیع الحق ویلي: د اقلیم بدلون یوه نړیواله پدیده ده، چې هیڅ سرحد نه پېژني او د بشر د ژوند ټول اړخونه یې له ګواښ سره مخ کړي دي.
هغه د اقلیم د بدلون د نړیوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره پر ګډو هڅو هم ټینګار وکړ.
نوموړي په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د ستونزو او ننګونو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو پر مهال ټینګار وکړ، چې د اقلیم بدلون په افغانستان کې د اوبو سکټور، کرنه، حیواني تنوع، ایکوسیسټم او روغتیا اغېزمنه کړې او دغه راز یې له اقلیم سره د مطابقت د پروژو پلي کېدا هم افغانستان کې بدلون اړین یادکړل.
د کړکېچ نړیوالې ډلې مسوولینو د خپلې ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او وایي: دا اداره د څېړنو او ارزونو پر بنسټ د اقلیم د بدلون د منفي اغېزو په اړه علمي مقالې چمتو او خپروي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دې ادارې افغانستان د اقلیم د بدلون له اغېزو څخه د یو زیان منونکي هېواد په توګه منعکس کړی او دې موضوع ته یې په نړیوالو فورمونو کې د ویناوو او غونډو له لارو د نړۍ د هېوادونو پام وراړولی دی.
د کړکېچ نړیوالې ډلې مسوولینو ژمنه کړې، چې د علمي مقالو او راپورونو د چمتو کولو له لارې به د افغانستان زیانونه مرستندویه هېوادونو ته رسوي او هڅه به وکړي، چې د مرسته کوونکیو پام ځانته راواړوي.
