تازه خبرونه

د م.م سرمنشي پر کابل پوهنتون د برید غندنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۳, ۱۳۹۹)

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش نن (سې شنبه د لړم ۱۳) په یوه خبرپاڼه کې پر کابل پوهنتون د خونړی برید کلکه غندنه کړې ده.

هغه د قربانیانو کورنیو ته خپله ژوره خواشیني څرګنده او ټپيانو ته یې  د ژر تر ژره رغېدلو هیله کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: دا په لس ورځو کې پر روزنیزو مرکزونو دوه یم خونړی برید دی.

دغه راز زیاتوي، چې دغه برید د زدکړو پر بشري حقونو تر سره شوی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له افغان حکومت غوښتي، چې د دغه بریدعاملینو ته سزا ورکړي.

داعش د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر داعش جنګیالیو پرون پر کابل پوهنتون برید وکړ، چې ۲۲ کسان یې وژلي او نږدې ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د دغه وسلوال ډله ییز برید ډېري قربانیان ملکي وګړي او د کابل پوهنتون زدکوونکي دي.

Trending

Exit mobile version