تازه خبرونه
د م.م مرستیالې کندهار ته د خپل سفر پر مهال د ښځو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار وکړ
افغانستان ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې څلور ورځنی سفر د جمعې پر ورځ (د مرغومي ۳۰ ) پای ته ورسېد. په دغه سفر کې آمنه محمد په کابل کې د اسلامي امارت له مسوولینو سره هم وکتل او د نجونو او ښځو پر تعلیمي او کاري محدودیتونو یې خپلې اندېښنې وړاندې کړې.
آمنه محمد د جمعې پر ورځ د ملګرو ملتونو لخوا په خپرو شویو څرګندونو کې ویلي: زما پیغام خورا روښانه و؛ په داسې حال کې، چې مونږ استثناوې منو؛ خو دا بندیزونه د افغان میرمنو او نجونو راتلونکې په ډاګه کوي، ځکه په خپلو کورونو کې بندې دي، دا د دوی حقونه تر پښو لاندې کوي او ټولنه له خپلو خدمتونو بې برخې کوي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې کندهار ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک سره وکتل.
د کندهار ولایت د رسنیو مرکز د څرګندونو له مخې؛ حیات الله مبارک په دې کتنه کې و څرګنده کړې، چې اسلامي امارت له نړۍ سره د ټینګو اړیکو غوښتونکی دی، د خپلو مشرانو پر وړاندې د بندیزونو لرې کول او ملګرو ملتونو ته د خپل استازي د استولو غوښتنه کوي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې ویلي؛ د دوی ګډه هیله یو سوکاله افغانستان دی، چې له ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي او د تلپاتې پرمختګ پر لار روان شي.
آمينه محمد ويلي؛ اوسمهال افغانستان په داسې حال کې ځان منزوي کوي، چې له يوه ناوړه بشري ناورين سره مخ دی او د ځمکې پر مخ يو له هغو هېوادونو دی، چې د اقليمي بدلون له کبله هم زيانمن شوی دی.