تازه خبرونه
د م.م پراختیایي پروګرام مشر د افغانستان بانک چارې وستایلې
نن چارشنبه د غبرګولي شپارلسمه د افغانستان بانک چارسمبالي هدایت الله بدري د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له رییس سټیفن راډریکز سره د افغانستان بانک پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
د افغانستان بانک ویلي؛ په دې لیدنه کې هدایت الله بدري بانکي سکټور، اسلامي بانکوالي، د اداینو برېښنایي کول او کوچني مالي تمویلات د اقتصادي پرمختګ په برخه کې د ارزښت وړ یاد کړل او د دې برخو پیاوړتیا یې د اوسني عصر اړتیا وګڼله.
بدري ویلي؛ د افغانستان بانک بریالی شوی، چې بانکي سکټور په ښه ډول مدیریت کړي، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په برخه کې د پام وړ ګامونه پورته کړي، د اداینو د برښنایي کولو په برخه کې عملي اقدامات تر سره او د کوچنیو مالي تمویلاتو د پیاوړتیا لپاه منظم قوانین او مقررات رامنځته او خپل مثبت رول ولوبوي.
نوموړي زیاته کړې؛ مونږ باور لرو، چې مناسبو مالي خدمتونو ته لاسرسی کولی شي د ټیټ عاید لرونکیو خلکو په اقتصادي پیاوړتیا او د بېوزلۍ په کمولو کې مهم رول تر سره کړي.
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس سټیفن راډریکز د افغانۍ د ثبات، انفلاسیون د کنترول، بانکي سکټور د مدیریت او د ټولیز اقتصاد په پرمختګ کې د افغانستان بانک د لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ د بانکي سکټور، اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، کوچنیو مالي تمویلاتو، اداینو د برښنايي کولو او یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
ویل کیږي، چې د افغانستان بانک له ټولو مرسته کوونکیو بنسټونو سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی او هیله لري، چې مرسته کوونکي بنسټونه به خپلې مرستې د بېکارۍ د کچې پر کمولو او نویو دندو رامنځته کولو راوڅرخوي.
