تازه خبرونه
د م.م ۹ کانټینره بشري مرستې تورخم ته ولېږدول شوې
د راپورونو له مخې؛ په دې کانټینرونو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خوراکي توکي دي، چې د افغانستان خلکو ته لېږدول کیږي. ویل کېږي، چې په دوهیم پړاو کې به یونیسف طبي مرستې، چې درمل او روغتیايي وسایل به په کې وي؛ افغانستان ته ولېږدول شي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان د خلکو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ۹ کانټینره د خیبرپښتونخوا ایالت د جمرود له ټرمینل څخه د تورخم بندر پر لوري لېږل شوي دي.
د راپورونو له مخې؛ په دې کانټینرونو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خوراکي توکي دي، چې د افغانستان خلکو ته لېږدول کیږي. ویل کېږي، چې په دوهیم پړاو کې به یونیسف طبي مرستې، چې درمل او روغتیايي وسایل به په کې وي؛ افغانستان ته ولېږدول شي.
پاکستانيو چارواکو ویلي، چې د افغان چارواکو له لوري د اجازې د تر ترلاسه کېدا وروسته به د دغو کانټینرونو د تصفیې او ترخیص بهیر پیل شي.
دوی زیاته کړې؛ د تورخم په بندر کې د ګمرک کارکوونکي د ملګرو ملتونو د مرستو د جوپو د ترخیص لپاره بشپړ چمتووالی لري او دا کانټینرونه به د وروستۍ تائید وروسته له دروازې واوړي.
تر اوسه د افغانستان اسلامي امارت پدې اړه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له کبله د تورخم په ګډون ټولې اووه سوداګریزې دروازې د ۲۰۲۵ کال د اوکټوبر له ۱۱یوولسمې نېټې تړلې پاتې دي.