تازه خبرونه

د ناامنیو پر لامل مخابراتي سکتور له گڼو ستونزو سره مخ شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مخابراتو وزارت د اترا ادارې مرستیال خیر محمد فیضی وایی، چې په دې وروستیو کې د مخابراتي سکتور په وړاندې ننگو نې زیاتی شوي او دولت باید د د غوستونزو د له منځه وړلو لپاره لازمه ستراپیژي جوړه کړي.

ښا غلی فیضي زیاتوي، په وروستیو څو کلونو کي د شپږ مخابراتي شرکتونو نږدی دري سوه پنځوس تاورونه د مخالفینو له خوتخریب شوي، چې سلگو نه میلیون دالر زیان وراوښتی. په داسې حال کې، چې د مخابراتو په سکتورکې ۲،۵ میلیارد دالر پانگو نه شوې.

د اترا اداري د بورد مرستیال خیرمحمد فیضي په ډاگه کړه، چې د مخابراتی شرکتونو نږدی دوه سوه تاورونه تر اوسه د مخالیفنو له خواتخریب شوي؛ ټولیز ارزښت يې څه نا څه ۶۰۰ میلیون دالره کیږی ، چی د تخریب دا لړي اوس هم روانه ده.

فیضی زیاتوي، چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د نږدې ۲۰۰ تاورونو فعالیتونو نه اوس هم د امنیتي ستونزو له کبله ځنډول شوي. دولت باید د مخابراتو امنتیت تامین کړي، چې د دغه سکتور پراختیا ته نوره زمینه همزمینه برابره شي.

د ښاغلي خیرمحمد فیضی په وینا؛ په تېرو څو میاشتو کې هم نهه تارونه تخریب شوي او د حکومت د بېلا بېلو ادارو نه همکاري هم د دې لامل ده، چې د مخابراتو په برخه کې پانگو نه کمه شي.

دغه اداره وایي له ۲۰۰۳ کال راهیسی په هېواد کې شپږ مخابراتي شرکتونو پانگو نه کړې، چې د هېواد اتیا سلنه تر خپل پوښښ لاندې لري او هم د هېواد اتیا سلنه نفوس د مخابراتو خدمتونو ته لاسرسی لري. دوی وایي، له تېرو شپږ کلونو څخه د مخابراتي سکتور په وړاندی گواښونه ورځ تر بلې زیات شوي او په دې وروستیو کې یې زور اخستی .

خبریال: اسلم حجاب.

Trending

Exit mobile version