تازه خبرونه

د ناامنۍ له لاسه مو مېوې نه پلورل کېږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

نا امنې او جګړې په بغلان كې بزګرانو ته ډېر زيان اړولی دی، اوس چې د دوی د خټکيو او هنډوانو د پلور وخت دی هلته جګړې روانې دي.

 په دغه ولايت كې بزګران وايي په سړكونو د ماينونو خښول او په ډنډ غوري، ډنډ شهاب الدين او مرکزي بغلان ولسواليو كې د جګړو دوام د دې لامل شوی چې سوداګر په دې سيمو كې د مېوې د رانيولو زړه نه ښه كوي، نو ځكه يې مېوه ډېره په ټيټه بيه پلورل كېږي او ياهم هېڅ نه پلورل كېږي.

 له تېرو دوو كلونو را په دېخوا په بغلان كې نا امنيو او جګړو بزګران زيانمن كړي. دوى وايي هنډوانې او خټكي يې په مناسبه بيه نه پلورل كېږي.

دوى زياتوي چې حكومت په دغه ولايت كې كومه لويه كرنيزه پروژه نه ده عملي كړې بلكې د نا امنيو له امله يې شته كروندې هم له لاسه وتلې دي.

دا بزګران له حكومت غواړي چې بزګرانو ته د كوچنيو پورونو، كيمياوي سرې او اصلاح شويو تخمونو د وركړې اسانتياوې برابرې كړي.

Trending

Exit mobile version