تازه خبرونه
د ناتو دفاع وزیرانو د امنیت ننګونو پر حل غونډه وکړه
د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د پنجشنبې پر شپه څرګنده کړې، چې د دې ټولنې د غړیو هېوادونو دفاع وزیرانو یو بل مهم ګام پورته کړ او په جرمني کې یې د ناتو فضايي مرکز د جوړولو لپاره هوکړه وکړه.
نوموړي د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې د لومړۍ ورځې له ناستې وروسته په یوه انلاین مطبوعاتي کنفرانس کې زیاته کړه: نوی فضایي مرکز به فضايي هڅې همغږې کړې.
نوموړي د روسیې د اتومي وړتیا لرونکيو توغندیو زېرمو ته د ګډونوالو پاملرنه راواړوله، چې وده یې ننګوونکې ده.
د دوی د لومړۍ ورځې په ناسته کې نه یوازې مهم بېخبنایي حالت وڅېړل شو، بلکې د دفاعي توغندیو پرنویو سیستمونو، خلایي وړتیاوو، د نوي پېنخم نسل جنګي الوتکو او یو شمېر نورو مسلو هم بحث او خبرې وشوې.
هغه په بېلابېلو برخو کې د چین له پانګونې هم یادونه وکړه او وایي، چې زمونږ مخابراتي شبکې له بهرني خطر سره مخ دي.
ستولتنبرګ ویلي، چې ناتو د افغانستان اوږدمهاله امنیت ته ژمنه ده او د افغانستان د سولې له خبرو ملاتړ کوي.
هغه دا هم ویلي، چې: طالبان باید پخپلو ژمنو عمل وکړي، د تاوتریخوالي کچه راټیټه او اوربند ته لار اواره کړي.
د یادونې ده، چې د ناتو د غړیو هېوادونو دفاع وزیرانو د جمعې د ورځې ناسته به په افغانستان او عراق کې د ناتو د روزنې پر ماموریتونو راوڅرخیږي.