سیمه ییز خبرونه
د ناتو سرتېرو په وتو كې له ډېرې بېړې كار اخيستل كيږي- روسيه
روسي چارواكي د دې هېواد پر راتلونكي امنيتي حالت او د بهرنيو ځواكونو د وتو له اړخه د احتمالي را منځته كيدونكيو ستونزو په تړاو اندېښنې لري.
امريكايي چارواكي هم له دوه زره څوارلسم كال وروسته د افغان پوځ د ملاتړ لپاره د خپلو سرتېرو پاتې كيدل اړين بولي.
د روسيې د دفاع وزارت مرستيال اناتولي انتونوف وايي، د ۲۰۱۴م كال په پاى كې له افغانستان څخه د ناتو ځواكونو وتل يوه بېړنۍ پرېكړه ده.
دى وايي، روسيه به په منځنۍ آسيا كې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواكونو له وتو مخكې خپلې اډې غښتلې كړي.
د روسيې د دفاع وزارت مرستيال اناتولي انتونوف وايي:
تر اوسه داسې افغان ځواك نه دى را منځته شوى، چې له سخت دريځو سره په يوازې سر مقابله وكړي. مسكو به زياته هڅه وكړي، چې خپل ځواكونه د پخواني شوروي په جمهوريتونو تاجكستان او قرغيزستان كې د ناتو ځواكونو له وتلو مخكې غښتلي كړي.
د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي:
په افغانستان كې بهرنيان نه شي كولى د تل لپاره پاتې شي.
د كورنيو چارو وزارت وياند زياتوي، افغان ځواكونه د امنيتي مسووليتونو د اخيستو او امنيت ساتلو توان لري، خو دغه ځواكونه په عين حال كې له ۲۰۱۴م كال وروسته د نړيوالې ټولنې مالي او تخنيكي مرستو ته اړتيا لري.
كابو اووه زره روسي سرتېري په تاجكستان كې، چې له افغانستان سره په خوا كې پروت دى، ميشت دي. دا له روسيې څخه بهر د روسي ځواكونو تر ټولو ډېره ميشتيدنه ده.
د قرغيزستان په پلازمېنه بيشكيك كې هم د روسيې په هوايي اډه كانت كې شاوخوا اووه سوه روسي سرتېري ميشت دي.
دې اډې ته د مسكو له خوا په منځنۍ آسيا كې د اورپكو او نشه يي توكو د قاچاق وړونكيو گواښونو ته د خنډ په سترگه كتل كيږي.