تازه خبرونه

د ناتو سرمنشي د واشنگتن له وروستۍ پريکړې هرکلی کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له خپل افغان سیال محمد اشرف غني سره په سپینه ماڼۍ کې یوې خبرې غونډې ته وویل، د روان میلادي کال تر پایه به نهه زره اته سوه امریکایي سرتېري په افغانستان کې پاتې وي.

د ناتو سرمنشي د امریکا د ولسمشر باراک اوباما دا پریکړه وستایله، چې د روان کال تر پایه به په افغانستان کې نهه زره اته سوه سرتېري پریږدي.

د امریکا ولسمشر د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره له لیدنې وروسته وویل، که د سرتېرو په ویستو کې د بهیر پڅوالی له دې سره مرسته وکړي، چې افغانستان ثبات او امن ته ورسیږي، د پروگرام دا بدلون په دې ارزې، چې ّلی شي.

د ناټو سرمنشي ینز ستالتنبرگ وایي:

 

زه د ولسمشر اوباما له نرمښته، چې وښودل شو، هرکلی کوم. دا اقدام یو ځل بیا ښیي، چې د افغانستان په وړاندې امریکا پیاوړې ژمنه لري او له افغانانو ملاتړ کوي.

 

د ناتو سرمنشي زیاتوياوسني پوځي حضور ته په پاملرنې، مونږ یو ځای او په گډه افغانستان ته ولاړو او مونږ غواړو، چې له افغانستان څخه یو ځای ووځو.

 

ناتو د امریکا په څېر له هغو راپورونو اندیښنه لري، چې وایي، داعش په افغانستان کې د ځای ځایگې د موندنې په لټه کې دی.

دهغه په وینا؛ مونږ په منځني خنیځ کې له خپلو شریکانو سره کار کوو، چې د هغوي وړتیاوې لوړې او دفاعي ظرفیت ښه شي. په دې خاطر، چې که هغوی هر څومره با ثباته وي، هغه مهال به مونږ زیات امنیت کې یو.

دا په داسې حال کې ده، چې د ځواکونو د ویستو د پخواني پلان له مخې، ټاکل شوې وه د روان میلادي کال په پای کې د امریکایي سرتېرو شمېره پېنځه نیم زرو ته را ټیټه شوې وای؛ خو ولسمشر اوباما وایی، د ۲۰۱۶ کال تر پایه د تولو ځواکونو د ویستو په پروگرام کې بدلون نه راځي.

خبریال: فواد ناصري.

Trending

Exit mobile version