سیمه ییز خبرونه

د ناتو سرمنشي په افغانستان كې د امنيتي حالت له خرابيدو خبردارى وركوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ناټو سرمنسي اندرس فوگ راسموسن د جورج تاون په پوهنتون كې د سولې او امنيت په برخه كې د ښځو د ودې لپاره د هيلري رادهام كلينتن د ډالۍ له تر لاسه كولو وروسته په افغانستان كې د امنيتي وضعيت د خرابه كيدو خبردارى وركړ.

د ناتو سرمنشي اندرس فوگ راسموسن وايي:

كه دوه اړخيز امنيتي سند لاسليك نه شي، هيڅ سرتېرى به په افغانستان كې پاتې نه شي. دا په همدې توگه ده؛ خو امنيت به خراب شي. كه مونږ هيڅ سرتېرى په افغانستان كې ونه لرو، زه فكر كوم ستونزمنه به وي، چې له ۲۰۱۴ م كال وروسته د افغان ځواكونو لپاره مالي سرچينې ومومو. مونږ افغان ځواكونه شاوخوا ۳۵۰ زرو ته رسولي. افغان دولت نه شي كولى، چې دوى تمويل كړي. كه نړيوالې مالي مرستې تر لاسه نه كړي، افغان دولت نه شي كولى د دې ځواكونو معاشونه وركړي. دا ډېر خطرناك حالت دى.

د ناتو سرمنشي اندرس فوگ راسموسن په واشنگتن كې د بروكينگز په څېړنيز انيستيوت كې همدا راز ټينگار وكړ، چې په اوكراين كې به د روسيې لاسوهنې د ناتو په مشرۍ د نړيوال ائتلاف پاملرنه له افغانستان څخه وانه ړوي.

د ناټو سرمنشي زياته كړې، چې:

مونږ د دې وړتيا لرو، چې په يوه وخت كې بېلابېل عمليات او ماموريتونه تر سره كړو او اوسني تحولات زمونږ د افغانستان پر تعامل هيڅ اغېز نه لري.

په اروپا كې د ناتو پخواني قوماندان جيمز استاوريديس ويلي، روښانه ده، چې ځينې اروپايي هېوادونه په ځانگړي توگه هغه هېوادونه، چې روسيې ته نږدې دي، د خپل هېواد د امنيت پر ټينگښت ډېر تمركز لري.

تر اوسه پورې د لويديځو هېوادونو د چارواكو فشارونو نتيجه نه ده وركړې، چې كابل له واشنگتن سره د امنيتي سند لاسليك ته وهڅوي.

Trending

Exit mobile version