سیمه ییز خبرونه
د ناتو غړيو هېوادونو له افغان پوځ څخه د ملاتړ پر دوام ټينگار وكړ
د بلجيم په پلازمېنه بروكسل كې د ناتو دوه ورځنۍ سرمشريزه، چې د افغانستان د حالاتو د جاج اخيستو لپاره پيل شوې وه، د پنجشنبې په ورځ(د ليندۍ۱۴) پاى ته ورسيده.
په غونډه كې د افغانستان او امريكا د امنيتي تړون، له افغان ځواكونو د ملاتړ او د راروانو ټاكنو لپاره پر امنيتي تگلارو خبرې وشوې.
د ناتو سرمنشي اندرس فوگ راسموسن وايي:
مونږ ډاډه يو، چې افغان سرتېري د ټاكنو لپاره لازم امنيت ټينگولى شي. را روانې ټاكنې ارزښتناك رول لري. مونږ د افغانستان په شفافو، با اعتباره او پر وخت ټاكنو سره سلا شو.
ښاغلى راسموسن زياته كړې، چې:
د ناټو غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ټينگار وكړ، چې د افغانستان او امريكا تر منځ د امنيتي تړون په لاسليك كې دې له بيړې كار واخستل شي.
د ناتو او روسيي په گډه شورا كې د ناتو دفاع وزيران د روسيې له بهرنيو چارو وزير سره په دې سلا شوي، چې څنگه كولى شي په افغانستان كې د سړك غاړې له ماينونو سره مبارزه وكړي.
د نوموړي په وينا، دا زمونږ د گډ امنيت لپاره گټوره پرېكړه ده. دا به له مونږ سره مرسته وكړي، چې په افغانستان او سيمه كې امنيت ټينگ او د ماينونو له خطره زمونږ خلك او سرتېري خوندي كړو.
افغان ولسمشر وايي تر هغې، چې امريكا د افغان حكومت شرطونه ونه مني، تړون به لاسليك نه كړي.