تازه خبرونه
د ناتو ملکي استازي په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه
د ناتو ملکي استازي ستیفانو پونتیکورو د سولې نړیوالې ورځې په اړه په خپلو خبرو کې وویل، چې په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي روانې خبرې اترې به افغانستان ته سولې زیری وړاندې کړي.
نوموړي د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت څرګنده کړې، چې د سولې خبرو پیل یو ارزښتمن ټکی دی او د افغانستان د سولې په بهیر کې یې نوی پړاو رامنځته کړ.
هغه ویلي: نن ډېرو افغانانو سوله نده تجربه کړې؛ خو سره له دې هو ورته هیله من دي.
د ناتو د ملکي استازي د څرګندونو له مخې؛ افغانان د یوې داسې تلپاتې سولې په تمه دي، چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د ټولو خلکو بشري حقونه ورسره خوندي شي.
هغه زیاته کړې؛ د ښځو، ماشومانو او قومي لږکیو حقونه، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ترلاسه شوي، باید د قانون له مخې خوندي شي. نه دا، چې افغانستان تروریستانو ته پر خوندي جنت واړول شي.
هغه دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د ناتو موخه له دې هېواده ملاتړ او تلپاتې سولې او امنیت ترلاسه کول دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له حکومت سره د سولې د لاسته راوړلو په برخه کې د نړیوالو ملګرو له نږدې همکاریو څخه مننه کړې ده.
دغه وزارت په یوه تویت کې څرګنده کړې: راځئ، چې د ټولو افغانانو لپاره د تل پاتې سولې د خوندي کولو لپاره په ګډه کار وکړو او له طالبانو غواړو، چې د اوربند اړه د خلکو ارادې ته درناوی وکړي.
دغه راز د ملي پخلاینې عالي شورا هم له ښکېلو خواوو غوښتي، چې له جګړې لاس واخلي او د سوله ییز حل او دایمي اوربند لپاره هوکړه وکړي.
د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي: حکومتي پلاوی د سولې په نیت د سولې خبرو اترو ته حاضر شوی. له طالبانو هم تمه ده، چې په هېواد کې د عدم تشدد او اوربند غوښتنې ته پر ورین تندي ځواب ورکړي او د یوه سوله ییز راتلونکي لپاره د ملګرتیا لاس راوړاندې کړي.
د دوی د ټینګار له مخې، ټول خلک په هېواد کې له روانې جګړې او جګړو ډېر په تنګ او ستړي شوي دي.
