تازه خبرونه
د ناتو په سرمشریزه غونډه کې به د دفاع وزیر بسم الله محمدي گډون وکړي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
ولسمشرۍ ماني اعلام کړه؛ د ناتو په سرمشریزه غونډه کې، چې د لندن په ولز کې تر سره کیږي د هېواد د دفاع وزیر بسم الله محمدي گډون وکړي.
ټاکل شوې وه؛ چې په دې غونډه کې د افغانستان نوی ولسمشر گډون وکړي، خو د ټاکنو د پایلو نه مالومیدل د دې لامل شول، چې په دغه غونډه کې بسم الله محمدي د افغانستان استازي توب وکړي.
په دغه ناسته کې اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ته هم بلنه ورکړ شوې ده.
د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وایي، چې:
د بریتانیا لومړي وزیر د تیلیفون له لاري عبدالله ته ویلي، چې په دې غونډه کې دي گدون وکړي؛ خو د اصلاحاتو او همپالني ډلې ویلي، چې د ټاکنو لانجو ته په کتو عبد الله عبدالله نشي کولی په ډې ناسته کې گډون وکړي.