تازه خبرونه

د ناروې په اسلو کې له طالبانو سره درې نیم ساعته خبرې شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سوداگرۍ او صنایعو پخوانی وزیرانوارو الحق احدي، چې د یوه پلاوي په ترکیب کې د ناروې پلازمېنې اسلو ته د سولې په کلني کنفرانس کې د گډون لپاره تللی و، وایي، د دې ناستې په څنډو کې له طالبانو سره درې نیم ساعته خبرې شوي.

ده له دویچه وله تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ويلي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي جامع وړاندیزونه وړاندې وکړل او طالب استازیو هم خپل نظریات او هغه موضوعگانې وړاندې کړې، چې د سولې په وړاندې خنډ دي.

احدي وایی، چې طالبانو په څرگنده وویل، چې موخه یې د واک انحصار نه دی.

انور الحق احدي له طالب استازیو سره د مخامخ خبرو په اړه دا څرگندونې په داسې حال کې کوي، چې د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي ویلي؛ حکومتي پلاوی اوسلو ته په دې نیت نه دی تللی، چې له طالبانو سره خبرې کوي.

د ولسمشرمرستیال ویاند سید ظفرهاشمي وویل، د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې طالبانو هم اوسلو ته استازي لیږلي؛ خو افغان پلاوي له هغوی سره نه دي کتلي.

د ناروې رسنۍ د اوسلو په غونډه کې د طالبانو د استازیو د گډون خبر ورکوي.

د اسلو د سولې په دې کلني کنفرانس کې د طالب استازیو مشري سید طیب آغا په غاړه درلوده، سهیل شاهین او حلیم یې هم غړي وه.

Trending

Exit mobile version