ساینس او ​​ټیکنالوژي

د ناسا ‘اوریون’ خلایي بېړۍ سپوږمۍ ته له تاریخې ماموریت وروسته ځمکې ته خوندي راستنه شوه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۴, ۱۴۰۱)

د امریکا فضايي ادارې (ناسا) “اوریون” نومې فضايي بېړۍ د سپوږمۍ پر شاوخوا له چورلېدو وروسته خپل ۲۵ ورځنی سفر بشپړ کړ او د یکشنبې پر ورځ د لیندۍ ۲۰ بېرته ځمکې ته بریالۍ راستنه شوه.

دغې پرمختللې اوریون بېړۍ په ګړۍ کې د ۴۰۰۰۰ کیلومترو پر چټکتیا د سره او نارنجي فراشوتونو پر ملتیا آرام سمندر ته راکښته شوه.

یاده بېړۍ د ځمکې فضا ته له رادننه کېدو سره د انګار پر یوه پنډوسکي بدله شوې وه .‌

دا ځل په دې کپسول کې کوم انسان نه و،‌ځکه چې ماموریت یې ازمېښتي و؛ خو په بل ماموریت کې به یې بدلون راځي.

د ناسا مدیر بلنلسون ویلي: په زرګونه خلکو په دې ماموریت کې د کلونو په اوږدو کې ونډه اخیستې؛ نړۍ یې هڅولې، چې د فضا اصلي ساحلونو ته د رسیدو لپاره یوځای کار وکړي. نن د ناسا، امریکا، زموږ د نړیوالو شریکانو او ټول انسانیت لپاره یوه لویه بریا ده.

ناسا د ارتمیس پر پروګرام لسګونه میلیارد دالر پانګونه کړې، چې سپوږمۍ ته خلک ولېږدوي او یوه ورځ د مریخ سفر ته چمتو شي.

د دې سپوږمکۍ لومړنۍ ازموینه په ۲۰۱۴ زږ کال کې تر سره شوه؛ خو هغه مهال د ځمکې په مدار کې پاتې شوه او په ساعت کې د ۳۲۳۰۰ کیلومترو پر چټکتیا د ځمکې هوا ته راستانه شوه.

یوازې ۱۲ کسانو، چې ټول یې سپین پوستي دي؛ پر سپوږمۍ پښه کیښوده. له ۱۹۷۲ ز. کال راپدیخوا، ناسا سپوږمۍ ته انساني ماموریت نه درلود.

ناسا هیله لري، چې د سپوږمۍ پر سطحه د یوې اډې او همدارنګه د یو خلایي مدار ولري، چې له لارې یې په سپوږمۍ کې د دایمي انسان شتون ته خنډونه لرې کړي. دا به له انجنیرانو سره مرسته وکړي، چې مریخ ته د څو کلن سفر لپاره تکنالوژي رامنځته کړي. دا کار به په ۲۰۳۰ په وروستیو کلونو کې پراختیا ومومي.

Trending

Exit mobile version