ساینس او ټیکنالوژي
د ناسا یوه پخوانۍ سپوږمکۍ به ډېر ژر پر ځمکه ولګیږي
د ERBS په نوم د ناسا یوه ۳۸ کلنه له کاره لوېدلې سپوږمکۍ به ډېر ژر له آسمانه پر ځمکه ولګیږي.
د راپورونو له مخې؛ شونې ده، چې دغه سپوږمکۍ د یکشنبې پر شپه (د مرغومي ۱۸ ) سقوط وکړي.
ناسا اعلان کړی، چې د دې سپوږمکۍ راغورزېدل به انسانانو ته کوم ګواښ نه رامنځته کوي.
ناسا په خپله خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې پر انسانانو د دې سپوږمکۍ د پاتې شونو د راغورزېدو شونتیا ډېره لږ ده.
د ناسا چارواکو ویلي: ناسا تمه لري، چې د سپوږمکۍ ډېرې برخې به هوا ته له راننوتو سره سمې وسوځیږي؛ خو تمه کیږي، چې د هغې ځینې برخې د پاتې شي. په ځمکه کې د خلکو د ټپي کیدو خطر خورا ټیټ دی. یعنې په ۹۴۰۰ کې یو دی.
د ERBS سپوږمکۍ د ناسا د درې سپوږمکیو د ماموریت یوه برخه وه، چې په ۱۹۸۴ ز. کال کې د ځمکې ټیټ مدار ته استول شوې وه.
له بلې خوا په کالیفورنیا کې میشت فضايي شرکت Aerospace Corp ادعا کوي، چې دا سپوږمکۍ به د دوشنبې پر ورځ (د جدي ۱۹) سهار وختي راوغورځیږي او له آفریقا، آسیا، منځني ختیځ او د شمالي او جنوبي امریکا له لویدیځو سیمو تېریږي.