تازه خبرونه
د ناقانونه ناستو د تر سره کېدا موخه د هېواد او نظام کمزوري کول دي ـ ستانکزی
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، د هېواد او نظام د کمزوري کولو لپاره له افغانستان څخه بهر ناقانونه غونډې کېږي.
د شېرمحمد عباس ستانکزي دغه څرګندونې د اسلامي امارت د سیاسي مخالفانو د هغې غونډې په غبرګون کې شوي، چې تېره اوونۍ په مسکو کې جوړه شوې وه.
ستانکزي د کومندو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې ویلي: نن مونږ آزاد یوو. سرحدونه زمونږ په واک کې دي؛ د دې هېواد ښه او بد زمونږ دي؛ خو د دښمن دسیسې پای ته نهدي رسېدلي. دښمن اوس هم دسیسې جوړوي؛ دښمن په کمین کې دی؛ دښمن هره ورځ مونږ ته پلمې لټوي. هره ورځ مونږ او زمونږ حکومت د کمزوري کولو او زمونږ د بدنامولو لپاره خپل ناوړه اهداف پرمخ وړي.
هغه زیاته کړې: په شاوخوا او ګاونډ هېوادونو کې د هېواد، نظام او اردو د کمزوري کولو لپاره ناقانونه غونډې جوړېږي… زه پر بشپړ ټینګار وایم، چې د هغو تاریخ تېر شوی دی. د افغانستان خلک دوی ته د یوه توت ارزښت هم نهورکوي. دوی خپله ازموینه ورکړې ده. د دوی هر یو په څارنوالۍ او عدلیې وزارت کې د ۲۰ یا ۳۰ میلیون دالرو دوسیه لري. دوی هر یو غلا کړې او وروسته بیا بهر ته تښتیدلي دي.
شېر محمد ستانکزي ټینګار کړی، چې د افغانستان بهرني دښمنان له هرې شونې لارې د نظام د کمزوري کولو هڅه کوي؛ ځکه دوی په افغانستان کې یو پیاوړی نظام د ځان لپاره ګټور نهبولي.
د ده د څرګندونو له مخې؛ افغانستان له ګڼو ستونزو او خطرونو سره مخ دی او اسلامي امارت دې جبههیي جګړې ته ځان چمتو کړي.
هغه ويلي: پخوا به مونږ چريکي جګړه کوله؛ نن به جبههیي جګړې ته ځان چمتو کوو. دا یوه اړتیا ده. کله، چې مونږ ځواکمنه او پر ځانبسیا اردو ولرو؛ دښمن به مونږ ته پر کږه سترګه ونهګوري او دسیسې به نهجوړوي. که مونږ کمزوری اوسو؛ دوی به دسیسې جوړوي.
د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي دا هم ويلي، چې د اشغال پر وړاندې د بري ترلاسه کولو لپاره د تېرو دوه لسيزې جګړه مو په نړۍ کې بې ساري وه. هغه ټینګار وکړ، چې افغانستان اوس خپلواک دی؛ خو بیا هم هره ورځ دښمن په کمین کې دی.