تازه خبرونه

د نامسلکه کسانو ګومارنه د ناامنیو ستر لامل دی-غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې شپې په ځانګړې تلويزيوني وينا کې په ډاګه کړه، چې د هېواد د وروستیو ناامنیو ستر لامل پر پوځي دندو د نامسلکه کسانو ګومارنه ده.

افغان ولسمشر، چې د بروکسل له غونډې راستون شوی دا یې ملت ته لومړنۍ تلویزوني وینا ده.

ښاغلی غني وايي، په هلمند، روزګان، کندوز او نورو سیمو کېروانه دوه کلنه ناامني او په ځانګړې توګه د وروستیو دوه اوونیو نښتولامل د سرتېرو کمزوري نه، بلکې علت یې د نامسلکه کسانوګومارنه پر پوځي دندو ده.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د هغو کړیو پر وړاندې به ټینګ ودرېږي، چې په حکومت کې د سمونونو پر وړاندې خنډ جوړوي.

په تېرو دوه اوونیوکې کندوز، بغلان، فراه، روزګان او هلمند ولایتونه د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو د نښتو شاهد دي او ويل کېږي، چې طالبانو د دغو ولایتونو په يو شمېر سيمو خپله ولکه هم ټينګه کړې او نښتې یې روانې ساتلې دي.

د هغه په وینا؛ د بروکسل په ناسته کې له افغانستان سره د ۱۵ میلیارد دالرو مرسته اعلان شوې ده.

دغه راز ولسمشر غني په افغانستان کې فساد ته له بشپړې بېغورۍ سره تړاو ورکړ او په دې اړه یې د جدي مبارزې او هڅو یادونه هم وکړه. 

ولسمشر غنی له ا فغانستان سره د نړیوالو د پراخو مرستو ژمنې، د افغان حکومت لویه لاسته راوړنه بولې او ټینګار کوي، چې د ده په وینا د افغانستان دښمنانو د افغان دولت دغه وروستي بریالیتوبونه و نه زغمل او د ناامنیو په پراخولو یې هڅه وکړه، چې د وارسا او بروکسل غونډې تر اغېز لاندې راولي.

نوموړی زیاتوي؛ د سيمې له ځينو نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو زياتېدل او د هند د يو میليارد دالرو د مرستي اعلان يو بل عامل و، چې د افغانستان د استقلال او ترقۍ دښمنان يې نارامه کړل.

افغان ولسمشر دغه راز زیاته کړه؛ له هغو طالبانو سره خبرو ته چمتو دی، چې واک یې د پرديو په لاس کې نه دی.

دا چې څوک په حکومتي ادارو کې د سمونونو مخه نیسي ښاغلي غني په دې اړه څه و نه ویل، خو څه موده وړاندې اجرائیه رییس عبد الله عبد الله له ولسمشر اشرف غني سره له جدي اختلافاتو پرده پورته کړه.

پر افغان حکومت تر ټولو لویه نیوکه داده، چې کړې ژمنې یې نه دي عملي کړي او د اداري سمونونو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه نه لري.

 

Trending

Exit mobile version