تازه خبرونه

د نامطلوبه افرادو پر وړاندې د پاکستان سخته مبارزه اړینه شوې- جان کري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نوي ډیلي ته د خپل سفر په درېیمه ورځ د نامطلوبه افرادو پر وړاندې د پاکستان سخته مبارزه اړینه بولي.

دغه لوړپوړی امریکایي دیپلومات په پاکستان کې د ترهګرو ډلو پټنځایونه په افغانستان کې د سولې او ثبات په خاطر د واشنګتن د توان د کمولو عامل بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وایي، ما د پاکستان له ولسمشر او لومړي وزیر سره ډېرې خبرې کړي دي. مونږ په دې اړه خبرې کوو، چې څرنګه د پاکستان په لویدیځ کې د ترهګرو پر پټنځایونو تمرکز وشي.

هغه زیاتوي؛ څرنګه وکړی شو، چې د حقاني له شبکې، لشکر طیبه او د افغانستان په وړاندې له خنډ جوړوونکیو سیاستونو سره مبارزه وشي.

 دا روښانه ده، چې پاکستان د ترهګرو خلاف جدي او کلکه مبارزه وکړي. هغوي باید د نامطلوبه افرادو د پناه ځایونو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي، چې دغه افراد نه یوازې له هند سره د پاکستان پر اړیکو، بلکې په افغانستان کې سولې او ثبات ته د رسیدو لپاره زمونږ پر توان هم اغېز کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د پاکستان په خاوره کې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو له ګواښونو شکایت کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندجان کربيوایي؛ موږ ټول د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو د امنیتي ګواښونو پر دوام، چې د پاکستان دننه او د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي سیمو کې فعالیت لري، پوهیږو.

د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا تر منځ څلور اړخیزې غونډې هم له دې کبله بریالۍ نه وې، چې پاکستان پر خپلو شویو ژمنو عمل ونه کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وروستیو کې ویلي، چې په روانه میاشت کې به د هند، افغانستان او امریکا تر منځ درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

 

Trending

Exit mobile version