لوبی

د ناوړه چلند له کبله د سریلانکا کرکټ لوبډلمشر له دوه لوبو بې‌برخې شو

Published

on

د کرکټ نړیوالې شورا د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې پر لوبډلمشر وینینډو هسارانګا؛ د افغانستان پر وړاندې د درېیمې شل اوریزې لوبې پر مهال له لوبڅار سره د ناوړه چلند پرلامل، د دوه لوبو بندیز ولګاوه.

هغه د چارشنبې پر ورځ د لوبې پر مهال لوبڅار لینډی هنیبال ته نږدې شو او د هغه پر ​​​​پرېکړه، چې لوړه توپ‌وهنه یې قانوني کړه، نیوکه وکړه.

سریلانکا د دغې پېښې پر مهال په درې وروستیو توپونو کې ۱۱ منډو ته اړتیا درلوده. په داسې حال کې، چې د وفادار مومند توپ قانوني وګڼل شو او کوسال منډیس یې په کارولو کې پاتې راغی؛ نو پر ۲ توپونو یې ۱۱ منډې وکړې او سریلانکا د درې منډو بر توپیرماته وخوړه.

د همدې نیوکې له کبله به هسارانگا په راتلونکې میاشت کې د بنګله دیش پر وړاندې د سریلانکا لومړۍ دوه شل اوریزې لوبې له لاسه ورکړي.

په همدې سیالۍ کې افغان لوبغاړی رحمان الله ګربز هم جریمه شوی دی؛ هغه د لوبڅار له سپارښتنو څخه د سرغړونې له کبله د سیالۍ د پیسو له ۱۵ سلنې څخه بې‌برخې شو.

Trending

Exit mobile version