سیمه ییز خبرونه

د ناټو تړون دفاع وزيران به راتلونكې مياشت په بروكسل كې جرگه شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ناټو تړون دفاع وزيران به راتلونكې مياشت په بروكسل كې جرگه شي، څو په افغانستان كې  له ۲۰۱۴ كال وروسته د خپل حضور دوام مشخص كړي.

په كابل كې د ناټو قومانداني وايې، د ناټو ځواكونو شمېر، د پوځي ماموريت څرنگوالى او له افغان ځواكونو څخه ملاتړ به په بروكسل كې د ناټو  تړون د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو د دې كېدونكې ناستې د بحث عمده مسايل وي.

امريكا ته د ولسمشر حامد كرزي له سفر سره په يوه وخت، چې په كې به له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې د امريكا پر راتلونكې ونډې مهمې خبرې وشي، ناټو وايې:

د دې تړون د غړو هېوادونو دفاع وزيران به په بروكسل كې جرگه شي څو له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې د خپل پوځي شتون دوام مشخص كړي.

تر اوسه له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې د ناټو ځواكونو د پوځي حضور د دوام په باب ځانگړې پرېكړه نه ده شوې.

په كابل كې د ناټو قومانداني دامينك ميډلي وايې:

د ناټو تړون د غړو هېوادونو د دفاع وزيران به په بروكسل كې په دې خبرې وكړي، چې له خپل جگړييز ماموريت وروسته په افغانستان كې په څه شمېر ځواكونه ولري.

نوموړي زياته كړه، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې زمونږ د پوځي حضور پروگرام او طرحه تر لاس لاندې ده. ناټو به د ځواكونو تر ويستلو وروسته په افغانستان كې بل ډول رول ولوبوي. تر شپږو اوونيو به د ناټو تړون د غړو هېوادونو دفاع وزيران په بروكسل كې جرگه شي څو د خپل حضور د دوام په باب خبرې وكړي.

په ژمي كې د پسرلنيو بريدونو لپاره د طالبانو چمتوالى د افغان او بهرنيو ځواكونو پر وړاندې جگړه كې يو تكتيك دى، خو د آيساف ځواكونه وياند كوينترگيتس وايې:

په افغانستان كې به پر طالبانو فشار دوام ولري څو د افغان او بهرنيو سرتېرو د ۴۵۰ زره كسيز ځواك پر وړاندې د مقابلې وس  پېدا نه كړي.

همدارنگه نوموړى زياتوي، په ژمې كې به چې اورپكي بيا يو ځاى كېږي او د هغوي په وينا په پسرلي كې د جگړې لپاره په تمه وي، غواړم يوه مسئله روښانه كړم، چې آيساف او افغان ځواكونه به هېڅ ډول عملياتي وقفه ونه كړي.  د ژمي په مياشتو كې به پر طالبانو فشارونه دوام ولري.

د ناټو قومانداني په داسې حال كې د پوځي حضور پر دوام خبرې كوي، چې د افغان ځواكونو له منځه پر بهرنيو سرتېرو د بريدونو پېښې د اندېښنې وړ مسئله ده، خو ناټو او آيساف وايې:

دا ډول بريدونه به د دوى پر مامورېت هېڅ ډول اغېز ونه كړي.

دا په داسې حال كې ده، چې د سې شنبې په شپه په هلمند كې د ملي اردو يوه سرتېري په بريتانوي سرتېرو ډزې وكړې، په پېښه كې يو سرتېرى ووژل شو او شپږ نور ټپيان شول.

د ۲۰۱۲ كال له پېل څخه تر اوسه په دا ډول بريدونو كې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېر ۶۱ تنو ته ورسېد.

Trending

Exit mobile version