تازه خبرونه

د ناټو تړون هېوادونو ناستې ته په پام سره باید ملي دفاع وزیر وټاکل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هېواد امنیتي وضعیت او د ناټو تړون د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو جوړېدونکې ناستې ته په پام سره باید ملي دفاع وزیر وټاکل شي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام نبي فراهي د چهارشنبې په ورځ ملي دفاع وزارت ته د کاندید معصوم ستانکزي اسناد ولسي جرګې ته ولیږل او ډاډ ورکوي چې ستانکزی د بل هېواد تابعیت نه لري.

څه باندې اته میاشتې کیږي چې د ملي یووالي حکومت جوړ شوی دی، خو لا هم دا حکومت د ملي دفاع وزیر نه لري.

په داسې حال کې چې څو ورځې وروسته په بروکسل کې د ناټو تړون د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو ناسته جوړېدونکې ده، نو دا مهمه ده چې تر هغې نیټې پورې افغانستان دفاع وزیر ولري چې دا د نړیوالو مرستو جذب ته اړین کار دی.

ښاغلی فراهي له ولسي جرګې غواړي چې ژر ورته رایې ورکړي.

د ولسي جرګې غړي که څه هم د ملي دفاع وزیر د ټاکلو به اړه بیلابیل نظریات لري؛ خو اوسني امنیتي او حساس وضعیت ته په کتو سره د دفاع وزیر مهم ګڼي.

د ولسي جرګې غړې ریحانه آزاد:

دفاع وزیر باید وټاکل شي څو مهم مسولیتونه په خپله غاړه واخلي، او د ناټو غونډه د افغانتسان له پاره ډیره مهم ده، ځکه په دې ناسته کې زه فکر کوم دا اړینه ده چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې خپل ماموریت له سره تعریف کړي.

د ولسي جرګې غړی بشیراحمد ته ینچ:

ښاغلي ستانکزی له دې امله چې یوه پیژندل شوې څيره نه ده او په لوړو پوستونو کې یې کار نه دی کړی؛ دا کار د جرګې د غړیو د اندیښنې سبب شوی؛ خو ولیدل شي چې دی وکړای شي د جرګې د غړیو ترمنځ دا باور رامنځ ته کړای شي.    

که چیرې دملي دفاع وزارت ته کاندید هم ولسي جرګه تایید کړي؛ خو بیا هم حکومت بشپړ نه دی؛ ځکه همدا اوس ۲۲ ولایتونه، ستره محکمه او لویه څارنوالي د سرپرستانو له خوا اداره کیږي.

 

Trending

Exit mobile version