تازه خبرونه

د ناټو جنرال: افغانان له موږ پرته په ګرداب کې لوېدلی شي

Published

on

(Last Updated On: )

ناټو د افغانستان امنیتي حالت د اندېښنې وړ بللی، ویلي یې دي چې د حکومت کمزورې ادارې او فساد د امنیت ټینګښت ستونزمن کړی دی.

 د ناټو یوه الماني جنرال ویلي چې که ناټو په افغانستان کې پر له پسې حضور ونه لري، نو کندې ته د افغانانو د لوېدو وېره لیدل کېږي.

 د دغه جنرال په وینا ناټو په افغانستان کې خپل روزنیز او ملاتړی ماموریت او د افغان ځواکونو وړتیا په داسې حال کې ارزوي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي او جګړې شدت، د ناټو غړي هېوادونه اړ کړي چې یو ځل بیا په افغانستان کې د روزنې او ملاتړ په ماموریت غور وکړي. د وسله والو طالبانو په لاس د کندز ښار نیولو نړیوال ملاتړي هک پک حیران کړل چې د دوی له خوا د افغان پوځ په روزنه او سمبالولو د میلیاردونو ډالرو لګښت سره سره وسله وال څنګه وتوانېدل د څو ورځو له پاره یو لوی ښار ونیسي.

په ناټو کې د المان لوړ پوړی قومندان جنرال هنس لوتار دومروزه وايي:

«د افغانستان وضعیت جدي دی، هغه ډول چې مونږ یې تمه لرله، ثبات نه لري. د دولت کمزورې ادارې او فساد په ځینو سیمو کې د امنیت ټینګښت له ستونزو سره مخامخ کړی دی. که مونږ هلته پاتې نه شو افغانان په ګرداب کې لوېدلی شي.»

له بلې خوا په بروکسل کې د ناټو یوه ديپلومات ویلي چې ناټو نه شي کولی د تل له پاره له افغانانو سره مرسته وکړي. په همدې حال کې د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي چې مرستندویه هیوادونه به له افغانستان سره د غوڅ ماموریت په لړ کې تر هغه وخته خپلو همکاریو ته دوام ورکړي چې د ده په وینا ترهګري له منځه ولاړه شي. ټاکل شوې چې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د ډسمبر په میاشت کې یو ځل بیا له افغانستان سره په خپل غوڅ ملاتړ غور وکړي او خپله پرېکړه به اعلان کړي. 

Trending

Exit mobile version