تازه خبرونه
د ناټو دفاعي متحدینو د جګړې د بڼې بدلولو په اړه ناسته کړې
د یکشنبې پر ورځ د یونان په آتن ښار کې د ناټو ۳۰ دفاعي قومندانانو د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د پوځي کمېټې ناسته تر سره کړې ده.
ناټو ټولنې زیاته کړې؛ د کنفرانس اجنډا ننګونکې ده؛ خو اړینه وه، چې نظامي کمېټه سټراتیژیکو قومندانانو، د ناټو عمومي منشي او د شمالي اتلانتیک شورا ته مشوره ورکړي.
د ناټو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې بحثونه د ناټو تر مشرۍ لاندې پرعملیاتو، ماموریتونو، فعالیتونو او د دې ټولنې پر وړاندې پر ګواښونو او ننګونو راڅرخېدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ دفاعي قومندانان د ائتلاف د هغو روزنیزو زدکړو ارزونه کوي، چې په افغانستان او نورو هېوادونو کې ائتلافي سرتېرو تر سره کړي دي.
دفاعي قومندانانو ټینګپاتي ګواښونه او د سوله ییز وخت ننګونې تر بحث او خبرو لاندې نیولي دي.
دوی ټینګار کړی، چې ژیو پولیټیک چاپېریال بدلیدونکی دی او د سولې او بحران ترمنځ پوله هم ورځ تر بلې له منځه تلونکې ده. دغه راز پوځي کمېټې د جګړې د بدلیدونکې بڼې او د ټکنالوژۍ له چټکو بدلونونو سره د یووالي پر خوندیتوب هم بحث او خبرې کړي دي.
دغه راز د اردو د قومندانانو په وروستۍ غونډه کې پولینډي جنرال یانوش ادمچاک د ناټو د نړیوالې پوځي قومندانۍ د راتلونکي عمومي مشر په توګه ګډوړنوالو ته وروپېژندل شو.
ټاکل شوې، چې هغه به د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په دوبي کې د ورسپارل شوې دندې مسوولیت پرغاړه واخلي.