تازه خبرونه

د ناټو د عمومي منشي د وروستیو څرګندونو په اړه ا.ا خپل غبرګون څرګند کړ

Published

on

Last Updated on: تله ۲۰, ۱۴۰۰

د ناټو د عمومي منشي ینس سټولتنبرګ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د اسلامي امارات ویاند ویلي؛ اوس د قدرت ښودلو وخت تېر شوی او ناټو باید له ډیپلوماټیکو اصولو سره سم خپلې څرګندونې وکړي.

له هغې وروسته، چې د ناټو عمومي سرمنشي په افغانستان کې د ترهګریزو موخو ځپلو ته ان له لرې واټن څخه د برید کولو پر شونتیا خبرداری ورکړ؛ نو د افغانستان اسلامي امارت ویاند د ینس سټولټنبرګ دغه څرګندونو ته غبرګون وښود.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې څرګنده کړې، له ناټو سره تر ۲۰ کلنې مخامخ جګړې وروسته د ناټو د زور آزمایلو وخت پای ته رسیدلی او ناټو باید له ډیپلوماټیکو اصولو سره سم خپلې څرګندونې وکړي.

ذبیح الله مجاهد وایي: د ناټو سرمنشي به تر یوه وخته خپل درد حس کوي او دېر څه به د خپلې ناکامۍ په اړه ووایي؛ خو دا باید وپوهیږي، چې د برید وخت تېر شوی دی. ۲۰ کاله مخکې یې ثابته کړه، دغو کړنو پایله نده ورکړې او باید له دیپلوړماتیکو لارو ډګر ته راودانګي.

ذبیح الله مجاهد آریانا نیوز ته زیاته کړې؛ اسلامي امارت چمتو دی، چې پر مشروط بڼه د نړیوالې ټولنې له غوښتنې سره سم ښځو ته د زدکړو او کار حق ورکړي.

هغه وایي: ټولنه هم اړه ده، میرمنې هم کار ته اړتیا لري؛ اسلامي امارت د دغو اړتیاوو د پلې کولو لپاره غوښتي، چې دغه مسله د اسلام عالمانو ته وړاندې کړې، چې پرې هراړخیزې خبرې او بحث وشي.  

نوموړی همداراز د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان د لاسوهنو په تړاو ويلي، مونږ له پاکستان سره پوره مشترکات لرو؛ خو اسلامي امارت له پاکستان سره د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس وهنې او یا د دوی په استازیتوب له خبرې کولو سره مخالف دی.  

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: مونږ باید سل په سلو کې ووایو، چې د پاکستان په ګډون د هیچا لاسوهنه نه منو؛ ځکه، چې مونږ یو خپلواک هېواد یوو او نه غواړو د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه ولرو.  

که څه هم په افغانستان کې د نړۍ د سترو زبرځواکو هېوادونو د نیابتي جګړې په تړاو اوس هم اندېښنې شته؛ خو مجاهد وايي، چې اسلامي امارت به هیڅکله د چین او امریکا په ګډون د نړۍ سترو ځواکونو ته د افغانستان خاوره د دوی د جګړې د ډګر په توګه د کارونې اجازه ورنکړي.

څه باندې دوه لسیزې کیږي، چې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې پر لاس وهنې تورن پېژندل شوی او په دې وروستیو کې پاکستانيو چارواکو د نړیوالې ټولنې لخوا د اسلامي امارت د پر رسمیت پېژندلو او د نړیوالې ټولنې د مرستو راټولو لپاره هڅې پیل کړي؛ خو د مجاهد د څرګندونو له مخې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نلري.

مجاهد په داسې حال کې د بېلابېلو مواردو په تړاو د اسلامي امارت په دریځ کې د نرمښت په تړاو څرګندونې کوي، چې تر اوسه پورې نړیواله ټولنه د اسلامي امارت څرګندونو ته د شک پر سترګه ګوري او وايي؛ هغه څه، چې د افغانستان د نوي حکومت چارواکي وايي تر اوسه پورې یې په عمل کې نده ثابته کړې.

دا، چې د مجاهد وروستۍ څرګندونې به تر کومه حده د عمل جامه واغوندي هغه پوښتنه ده، چې وخت به یې ځواب کړي.

Trending

Exit mobile version