سیمه ییز خبرونه
د ناټو سرمنشي: افغان دولت باید له اداري فساد سره د مبارزې په برخه كې خپلې ژمنې عملي كړي
د ناټو سرمنشي وايې، ناټو به په دې شرط له افغان حكومت سره خپلو همكاريو ته دوام وركړي، چې افغانستان له اداري فساد سره ټينګه مبارزه وكړي او ښه حكومت داري را منځته كړي.
په لوګزامبورك كې د ناټو تړون د غړو هېوادونو په پارلماني ناسته كې د افغانستان روان حالت وڅېړل شو.
د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن وايې:
ناټو په دې ناسته كې د افغان ځواكونو وړتياوې او له ۲۰۱۴ كال وروسته د نړيوالو ځواكونو د ماموريت دوام وڅېړه.
د ناټو سرمنشي همدارنګه وايې، دا مهال افغانستان د تېرو ۱۱ كلونو په پرتله لوېديځ ته ګواښ نه دى او القاعده شبكه او ملاتړي يې كمزوري شوي دي.
په ٢٠٠١ زېږديز کال کې افغانستان د نړيوال تروريزم د پيل ټکى و، چې ويجاړوونکې اغېزې يې درلودې، خو اوس له دې امله د ناټو غړو هېوادونو ته متوجه ګواښونه کم شوي دي.
راسموسن زیاته کړه، چې د افغانانو پر وړاندې د اورپكو ګواښونه له پامه نه شي غورځولاى، خو دى وايې، د ګواښونو د كمولو په موخه به دوی له افغان ځواكونو ملاتړ وكړي.
د ناټو سرمنشي همدارنګه وویل، مونږ له جدي ننګونو سره مخ يو او لا هم دا ننګونې په افغانستان كې شته، خو د افغانستان لپاره د غوره راتلونكې د جوړولو په موخه زمونږ ملاتړ يوه اړتيا ده، څو افغانان بريالي شي، چې له ستونزو سره مبارزه وكړي.
افغان حكومت تېر كال د شيكاګو په ناسته كې ژمنه كړې وه، چې د نړيوالې ټولنې د مرستو پر وړاندې به له اداري فساد سره مبارزه كوي او د ښې حكومت دارۍ لپاره به هم هڅې پراخې كړي.
د ناټو سرمنشي د ناټو د تړون د غړو هېوادونو په پارلماني ناسته كې له افغان دولت وغوښتل، چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه كې خپلې ژمنې عملي كړي.
افغان حكومت د رڼو ټاكنو د تر سره كېدو، له اداري فساد سره د مبارزې او ښې حكومت دارۍ لپاره ژمنې كړې دي، له اساسي حقونو په ځانګړې توګه د بشر او ښځو له حقونو ملاتړ او د قانون د حاكميت اجرا كول په هغو هڅو كې راځي، چې له افغانستان سره د ناټو د ژمنو پلې كېدو ته لار هواروي.
دا په داسې حال كې ده، چې ټاكل شوې د روان زېږديز كال تر پايه افغان ځواكونه له نړيوالو ځواكونو څخه د ټول افغانستان امنيتي مسئوليتونه په غاړه واخلي.
