تازه خبرونه

د ناټو عمومي منشي د افغانستان د سولې له هڅو ملاتړ وکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ناټو عمومي منشي ینس سټالټنبرګ له اریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د افغان ځواکونو ملاتړ بنسټيز او د سولې د ټينګښت له پاره دی.

سټالټنبرګ ټينګاروکړچېدکندوزپهښاردوسله والوطالبانوبرید داجوته کړه چې افغان ځواکونه د ناټولاډېرملاتړته اړتیا لري.

له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو په اړه د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین تر منځ په څلور اړخیزه غونډه کې له ارزونې سره هم مهاله، د ناټو عمومي منشي له اریانانيوز سره په ځانګړې مرکه کې د سولې د هلو ځلو هرکلی وکړ.

د ناټو عمومي منشي ینس سټالټنبرګ وويل، ژباړه: “زه د سولې د مخامخ خبرو اترو له پاره د افغانستان د نوښتونو او هلو ځلو هرکلی کوم. زه دغه راز د افغانستان د سیاسي رهبرانو د هغه ملاتړ هرکلی کوم چې په دې پروسه کې یې له ځانه ښودلی دی. زما په نظر د سولې په تود ډګر او د همېشنۍ سولې پر وړاندې د احتمالي نږدې کېدو ترمنځ ډېره نږدې اړیکه موجوده ده.”

د ناټو دغه ديپلومات همدا راز وايي چې په کندوز د طالبانو برید وښوده چې افغان ځواکونه لا ډېر ملاتړ ته اړتیا لري.

د ناټو عمومي منشي ینس سټالټنبرګ وايي، ژباړه: “هو کندوز وښوده چې موږ له یو ستر ګواښ سره مخ یو، خو په ورته وخت کې دغې پېښې د افغان ځواکونو ځواک هم نندارې ته وړاندې کړ او دغه راز یې په روزنه، مرسته او مشورو ورکولو کې د ناټو هغه اړتیا روښانه کړه چې د افغان ځواکونو د وړتیاوو لوړولو له پاره موجوده ده.”

د ناټو عمومي منشي وارسا د افغانستان له پاره یوه مهمه غونډه بولي زیاتوي چې په کې به مهم مسایل تر بحث لاندې ونیول شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټالټنبرګ زیاتوي، ژباړه: “د ملي یووالي حکومت له رهبرانو ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره په هغو مهمو مسایلو لکه د غوڅ ملاتړ ماموریت راتلونکې چې په کې له افغانستان سره په مشوره ورکولو، روزنه او مرسته شامل دي، خبرې کړې دي. په دې غونډه کې به همداراز له افغان امنیتي ځواکونو سره د ناټو د مالي مرستو پر سر هم خبرې وشي.”

د ناټو عمومي منشي په ورته وخت کې د افغان هوايي ځواکونو وړتیا هم ستايي او وايي چې دغو ځواکونو تېر کال شل زره الوتنې کړې دي او په راتلونکې کې به هم د ناټو ملاتړ له ځانه سره ولري.

Trending

Exit mobile version