سیمه ییز خبرونه

د ناټو عمومي منشي: کرزی به د امنیتي تړون لاسلیک خپل ځای ناستي ته پرېږدي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ناټو عمومي منشي وایي، د دې احتمال لېرې دی، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی به د کابل او واشنګټن ترمنځ دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي.

اندرس فوګ راسموسن په جرمني کې په کلني امنیتي کنفرانس کې د شنبې په ورځ ( د سلواغې ۱۲ ) وویل، چې کرزی به د دغه امنیتي تړون لاسلیک خپل ځای ناستي ته پرېږدي.

کابل او واشنګټن له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور د دوام لپاره د یوه چوکاټ په رامنځ ته کولو څو میاشتې خبرې وکړې.

خو ولسمشر کرزي ویلي، که مشخص شرطونه یې عملي نه شي، دغه تړون به لاسلیک نه کړي.

له طالبانو سره د سولې د پروسې عملي پېلېدل او د افغانانو پر کورونو د عملیاتو بندېدل، د ولسمشر له مهمو شرطونو دي.

د راپور ونو له مخې د دغه تړون په لاسلیک کولو کې ځنډ امریکا او ناټو  ډېر خواشیني کړي دي. د ناټو عمومي منشي دغه راز ویلي:

که د افغانستان راتلونکی ولسمشر هم دغه تړون لاسلیک نه کړي، په هغه صورت کې نړېوال ځواکونه به دې ته تېار وي، چې د ۲۰۱۴ م کال تر پایه ټول وسایل او تجهیزات له افغانستانه وباسي ځکه د هغه په وېنا هغه وخت به په افغانستان کې د نړېوالو د پوځي حضورد دوام لپاره یوقانوني چوکاټ نه وي.

راسموسن همدا شان وویل، چې له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو بشپړ وتل به له افغان امنیتي ځواکونو سره د نړېوالو پر مالي او پوځي مرستو اغېز وکړي، هغه مرسته، چې د ۳۵۰ کسیز افغان امنیتي ځواک د پراختیا او پیاوړتیا لپاره ضروري ده.

وېل کېږي، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک کېدو په صورت کې شاوخوا دولس زره نړیوال عسکر په افغانستان کې پاتې کېږي.

Trending

Exit mobile version