سیمه ییز خبرونه

د ناټو غړي هېوادونه په بروكسل كې د افغانستان د حالاتو په باب غونډه كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ټاكل شوې، چې د پنجشنبې په ورځ په بروكسل كې د ناټو د دفاع وزيران د افغانستان د حالاتو په باب غونډه وكړي.

په داسې حال كې، چې په افغانستان كې د ناټو ماموريت دوولسم كال ته ورننوځي، دغه سازمان تر دوه زره څوارلسم كال پورې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو پر ويستو فكر كوي.

كه څه هم، چې امريكا په افغانستان كې له دوه زره څوارلسم كال وروسته په مشروط ډول د يو شمېر سرتېرو د ساتلو په اړوند څرگندونې كړي، خو د ناټو بل هېڅ غړي تر اوسه په دې اړوند خپل دريځ ندى روښانه كړى.

رپوټونه وايي، چې امريكا به په هغه صورت كې له دوه زره څوارلسم كال وروسته په افغانستان كې تر نهو زرو سرتېري وساتي، چې افغان دولت امريكايي سرتېرو ته قضايي خونديتوب وركړي.

د ناټو غړي به د پنجشنبې په ورځ ( د مرغومي ۲۷ ) په بروكس كې غونډه وكړي او له دوه زره څوارلسم كال وروسته به په افغانستان كې د خپل رول په ا ړوند دريځ روښانه كړي.

په دې غونډه كې به په افغانستان كې د ائتلافي ځواكونو قومندان جنرال جان آلن د افغانستان د امنيتي حالاتو او افغان ځواكونو ته د مسئوليتونو د لېږد په اړوند خپل رپوټ وړاندې كړي. پوځي كمېټه به د افغانستان په اړوند له دوه زره څوارلسم كال وروسته د افغان ځواكونو د روزنې، سلا مشورې په اړوند خپلې تگلارې روښانه كړي.

كه څه هم افغان چارواكي باور لري، چې تر دوه زره څوارلسم كال پورې به افغان ځواكونه د خپل هېواد د امنيت ساتنې وړتيا ومومي، خو په افغانستان د نا امنيو زياتېدو او د افغان پوځ  كمزوري هوايي ځواك، يو لړ اندېښنې را پورته كړې دي.

ځينې په دې باور دي. چې له افغانستان څخه د امريكايي ځواكونو بشپړه وتنه به افغانستان ناورين ته ورټيل وهي.

Trending

Exit mobile version