سیمه ییز خبرونه

د ناټو لوړ پوړي مسئولين په بروكسل كې د افغانستان پر امنيتي حالاتو خبرې كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كابل كې د ناټو قومنداني وايي، چې د بروکسل په غونډه كې به له دوه زره څوارلسم كال وروسته د افغان پوځ پر روزنه، سمبالولو او ملاتړ په اړوند تمركز وشي.

په افغانستان كې د نړيوالو روانه جګړه يو ځل بيا د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزيرانو د غونډې اصلي محور ټاكي.

په كابل كې د ناټو وياند دومنيك ميډلي وايي:

د دغه سازمان غړي هېوادونه به د را روانې پنجشنبې او جمعې په ورځو( د کب ۳ او۴ ) په بروكسل كې د افغانستان پر حالاتو خبرې وكړي.

نوموړی زیاته کړه، چې په غونډه كې به افغانانو ته د مسئوليتونو د لېږد، خپلو كورنو ته د نړيوالو سرتېرو راتګ، له دوه زره څوارلسم كال وروسته  د افغان ځواكونو ملاتړ تر بحث لاندې ونيول شي.

دغه راز په كابل كې د ايساف وياند وايي، چې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو په غونډه كې به د افغانستان د ملي دفاع وزير هم وړانديزونه مطرح كړي.

د ايساف وياند همدارنګه په ډاګه کړه، چې په غونډه كې به له دوه زره څوارلسم كال وروسته د افغان پوځ سمبالول، ملاتړ او روزنه د خبرو اصلي محور وي.

د افغانستان د ملي دفاع وزير به هم د افغانستان حالات توضېح او اړتياوې به په ډاګه كړي.

ټاكل شوې، چې د روان ميلادي كال تر پاېه له افغانستان څخه ټول نړيوال سرتېري ووځي او امنيتي چارې به افغان پوځ ته وسپاري.

Trending

Exit mobile version