نړۍ

د ناټو پراختیايي هڅې سیمې او ثبات ګواښ دی – ایران

Published

on

Last Updated on: کب ۷, ۱۴۰۰

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د روسیې له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کې څرګنده کړې؛ ختیځ لوري ته ناټو پراختیایي هڅې په بېلابېلو سیمو کې د خپلواکو هېوادونو ثبات او امنیت ته جدي ګواښ دی.

ابراهیم رییسي هیله من شوی؛ پیل شوې هڅې دې د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه پای ته ورسېږي.

رییسي اټومي خبرو ته په نغوته کې وویل، چې ایران د یوې دوامدارې هوکړې په لټه کې دي نه د ګډوډۍ.

د روسیې ولسمشر په دې خبرو کې د ووستي وضعیت په اړه په ډاګه کړې؛ غرب د وروستیو لسیزو له امنیتي تړونونو څخه سرغړونې کړي او روسیه اړه ده، چې د خپل هېواد د امنیت لپاره د لویدیځ د هڅو پر وړاندې مشروع ځواب ورکړي.

پوتین د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د ایران فعالې همکارۍ ته په نغوته د اټومي خبرواترو په اړه د دواړو خواوو ترمنځ د سلامشورو پر دوام ټینګار څرګند وکړ.

Trending

Exit mobile version