سیمه ییز خبرونه
د ناټو ځواكونو لوى قوماندان: د افغان حكومت غوښتنو ته به مثبت ځواب وركړو
په افغانستان كې د ناټو او امريكايي ځواكونو لوى قوماندان وايې، د افغان ولسمشر حامد كرزي غوښتنو ته به مثبت ځواب وركړي. هغه وويل، بګرام زندان به افغان حكومت ته وسپارل شي او امريكايي ځانګړي ځواكونه به له ميدان وردګ ولايت څخه ووځي.
د امريكا او لوېديځو متحدينو له خوا د افغان ولسمشر حامد كرزي د غوښتنو نه عملي كېدو د كابل او واشنګټن اړيكې ترينګلې كړي.
افغان لوري ته د بګرام زندان سپارل، له ميدان وردګو ولايت څخه د امريكايي ځانګړو ځواكونو وتل، د ناټو د خپلسرو عملياتو پاى ته رسول او له حكومتي بنسټونو سره د موازي اداراتو له منځه وړل هغه غوښتنې دي، چې افغان حكومت يې په بيا بيا كوي.
بلخوا په افغانستان كې د امريكا او ناټو ځواكونو لوى قوماندان جنرال جوزف ډانفورد وايې، د افغان حكومت غوښتنو ته به مثبت ځواب وركړي.
نوموړی همدارنګه زیاتوي، چې مونږ د بګرام زندان د مسئوليت د لېږد، له ميدان وردګو ولايت څخه د امريكايي ځانګړو ځواكونو د وتو او نورو مسايلو په باب سخت كار كوو، چې د ولسمشر حامد كرزي اندېښنې يې را پارولي دي. مونږ دې مسايلو ته په نړيوال ليد لوري ګورو او ور سره كار كوو، دا بنسټيز او پېچلي مسايل دي او بايد ور سره مناسب چلند وشي.
له دې سره په پوه وخت د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن د ولسمشر حامد كرزي وروستۍ څرګندونې د ناټو او افغانستان د اړيكو په ګټه نه بولي.
دى وايې، زه دا نظر چې په عام محضر كې د ولسمشرحامد كرزي له خوا بيان شو، چې ګنې طالبان له ناټو، امريكا او آيساف سره معامله كوي، ردوم.
د ناټو سر منشي زیاته کړه مونږ د افغانستان حاكميت ته په بشپړه توګه درناوى لرو، خو له افغان لوري هم غواړو، چې دا ومني چې مونږ د ولسمشر حامد كرزي د هېواد د پرمختګ لپاره ډېرې وينې تويې كړي او ډېرې پېسې مو لګولي دي. افغانستان غواړي او دا د ډېرو خلكو احساس هم دى، چې دا هېواد د مشرتابه رول ولري. ځينې وختونه داسې حركتونه كېږي، چې د روانو همكاريو په ګټه نه دي، ځينې خبرې ممكن داسې فضا را منځته كړي، چې په عين حال كې د همكاريو په ګټه نه دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ولسمشر له تازه څرګندونو او د كابل او واشنګټن تر منځ له لفظي شخړو وروسته د نړيوالو ځواكونو لوى قوماندان خپل تر امر لاندې ځواكونو ته د تيارسى امر وكړ.
بلخوا ولسمشر حامد كرزى وايې، د امريكا په تړاو يې له وروستيو څرګندونو ناسم تعبير شوى.
ښاغلي كرزي ويلي، امريكا او افغانستان د خپلو دوه اړخيزو اړيكو په حساس پړاو كې دي، نو روښانه ده، چې دواړه لوري غواړي په خپلو دريځونو او ګټو ولاړ پاته شي.