سیمه ییز خبرونه
د ناټو یو قوماندان: د ناټو سرتېرو شتون يا وتل يو اوږدمهالي پروګرام ته اړتيا لري
د كابل او واشنكټن تر مېنځ د امنيتي تړون پر سر د ناندريو اوږدېدل د ناټو صبر تمام كړى دى. د ناټو يو لوړ پوړى قوماندان وايي، چې په افغانستان كې د ناټو سرتېرو شتون يا وتل يو اوږدمهالي پروګرام ته اړتيا لري.
د افغانستان او امريكا تر مېنځ د امنيتي تړون د لاسليك پر سره ناندرې اوس هم دوام لري، خو د دغه تړون برخليك تر اوسه نه دى ښكاره، د دغه تړون بېړني لاسليك ته د امريكا د بهرنيو چارو وزارت له بي صبرې وروسته دا دى د ناټو يو لوړ پوړى قوماندان جنرال فليپ بريد لاو وايي:
ښكاره نه ده د واشنګټن او كابل تر مېنځ كړكېچ كوم حد ته رسېدلى دى.
نوموړی همدارنګه وایي، كه داسې ووسې، چې مونږ په افغانستان كې يو جدي انتخاب ته ولاړ شو نو ډېر وخت ته اړتيا لرو خپل سرتېري له يو هېواد څخه وباسو، زه فكر نه كوم، چې دا مهالوېش د افغان ولسمشر حامد كرزي له خوا درك شي.
په همدې حال كې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼې په كراتو ويلي، چې د دغه تړون لاسليك ته بېړه نه لري.
د روانې اوونې د يكشنبې په ورځ ( د ليندۍ ۲۴ ) افغان ولسمشر په نوې ډهلې كې يو ځل بيا ووېل، چې د دغه تړون د لاسليك لپاره به له خپلو شرطونو تېر نه شي.
خو د ناټو دغه سرتېرى وايي، چې كه افغان ولسمشر د كابل او واشنګټن تر مېنځ د امنيتي تړون له لاسليك څخه تېر شي نو ناټو اړه ده تر څو د راتلونكې كال په پسرلي كې د خپلو سرتېرو د ايستلو لپاره پروګرام جوړ كړي.
جنرال فليپ بريد لاو زیاتوي، دا چې ناټو په افغانستان كې يوه وړه ښوونيزه ډله پرېږدې او كه خپل ټول سرتېري اوباسي، نو د دې لپاره ناټو بايد پر پلان جوړونه كار پېل كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ناټو سرمنشي ويلي ناټو سرتېري به په هغه صورت كې له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې پاته شي، چې د كابل او واشنګټن ترمېنځ امنيتي تړون لاسليك شي.