نړۍ

د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې د نایجریا ملکي وګړي وژل شوي

Published

on

رویټرز خبري سرچینې څرګنده کړې، چې ناڅرګندو وسلوالو د نایجریا په سهیل ختیځ کې ۳۰ کسان وژلي دي.

راپور ویلي، چې دغه پېښه د زمفرا په ایالت کې رامنځته شوې ده.

په نایجریا کې له ۲۰۲۰ زېږدیز کال راپدیخوا ډله ییزې وژنې او تښتونې زیاتې شوې دي.

عیني شاهدانو رویټرز خبري آژانس ته څرګنده کړې؛ د ناڅرګندو وسلوالو یوې ډلې اته کلي محاصره کړل او ۳۰ کسان یې ووژل.

سیمه ییزو چارواکو ويلي، چې د ناپېژاندو وسلوالو بريد يې شنډ کړى؛ خو نور جزئيات يې ندي ورکړي.

Trending

Exit mobile version