تازه خبرونه

د نجونو د بایسکل ځغلونې درېیم پړاو تر قرغې بریالی تر سره شو

Published

on

د یکشنبې پر ورځ په کابل کې “ملالۍ جام” نومې د نجونو بایسکل ځغلونې د درېیم پړاو سیالۍ د یولدوز هاشمي لخوا د لومړی مقام پر تر لاسه کولو تر سره شوې.  

د کابل، غزنی، بامیان او فاریاب ولایتونو د لوبغاړیو ترمنځ “ملالۍ جام” نومې د ښځینه بایسکل ځغلونې درېیم پړاو نن ( یکشنبه د لیندۍ ۲۳) د افغانستان د المپیک ملي کمیټې له مرکزي دفتره پیل او تر قرغې بنده ورسیدې.

د المپیک ملي کمیټې ویلي، چې په پای کې یلدوز هاشمي لومړی مقام، زهرا رضایي دوه یم او ریحانه محمدي درېیم مقام خپل کړ.

د افغانستان د سایکل ځغلونې فدراسیون چارواکو ویلي، چې دا سیالۍ په هېواد کې د سپورت د ودې په موخه تر سره شوې دي.

Trending

Exit mobile version